طالبان: د سولې خبرو ته ژمن يو؛ «واقعي اسلامي» نظام غواړو
۱۴۰۰ خرداد ۳۰, یکشنبهد طالبانو دغه نوی بیان په داسې حال کې خپور شوی چې په قطر کې د دغې اسلامپالې ډلې او د افغان حکومت د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې مذاکرات سست شوي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اخراج بهير په پیلیدو سره سم جګړو په ډراماتيکه توګه زور اخیستی دی. له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو بهیر به د سپتمبر په ۱۱مه بشپړ شي.
د سولې مذاکراتو په درولو سره د چارواکو انديښنې زیاتې شوي او ويلي يې دي چې طالبانو تر اوسه پورې په لیکنې بڼه داسې يوه طرحه نه ده وړاندې کړې کوم چې د مذاکراتو د پيل نقطې په توګه ورڅخه استفاده وشي.
تر دې وړاندې افغان لوړپوړو چارواکو په کراتو ويلي دي چې طالبانو سولې ته ژمن نه دي.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح، نن یکشنبه (د جون ۲۰م) پر ټويټر ليکلي دی چي »طالبان د سولي د مذاکراتو يو اړخ دي خو تمرکز يې پر تاوتريخوالي او جګړې دی.«
ملا برادر وايي: «مونږ هغه پوښتنې درک کوو چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته رامينځ ته کيدونکي نظام د ډول په اړه هم له افغانانو او هم له نړیوالو سره موجودې دي.»
هغه د اعلاميې په يو بل ځای کې ويلي دي: «واقعي اسلامي نظام د افغانانو د ټولو ستونزو د هواري تر ټولو ښه وسیله ده.» برادر زیاته کړې ده: «په بین الافغاني مذاکراتو کې زمونږ ګډون او له هغه څخه حمایت د دې ښکارندویه ده چې مونږ د تفاهم له لارې د مشکل پرحل باور لرو».
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دغه راز ويلي دي چې په راتلونکې نظام کې به د افغان میرمنو او د افغانستان د اقلیتونو حقونه خوندي وي او ديپلوماتان او غیرحکومتي موسسات به وشي کړی د امن په فضا کې کار وکړي: «ښځو او نارینه له پاره د کار کولو او تعلیم امکانات برابر کړي.»
خو په مشخصه توګه دغه خبره روښانه شوې نه ده چې آیا طالبان به ښځو ته د جنسیت له مخې په ټولنه، د کار په ځای او ښوونځيو کې د فعالیت کولو اجازه ورکړي او که نه. رويترز لیکي چې د طالبانو ویاند په دې اړه د دوی پوښتنې ته تر اوسه پورې ځواب نه دی ورکړی.
طالبانو له ۲۰۰۱ کال نه مخکې د خپل واک پر مهال ښځو ته د کار او تعلیم اجازه نه ورکوله. خو اوس داسې ويل کيږي چې دغې ډلې په خپل سیاست کې نرمښت راوستلی دی. د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير، مسعود اندرابي د جون په ۱۵مه وويل: «طالبان هيڅ نه دي بدل شوي.» هغه پر خپل ټويټر يوه ويډيو خپره کړې وه چې يوه ودانۍ په بمونو الوځول کيږي. اندرابي ويلي وو چې طالبانو د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ ساختمان تر نيولو وروسته په بمونو له منځه يوړه. هغه لیکلي وو: «داسې اعمال ښيي چې طالبان په هيڅ مانا نه دي بدل شوي بلکې تر پخوا څو چنده وحشي او له تمدنه لري شوي دي.»
د امريکا د استخباراتو ادارې شنونکو په می میاشتې کې يوه ارزونه خپره کړې وه او په هغې کې يې ویلي وو که چيرته طالبان بیرته واک ته ورسيږي نو د ښځو د حقونو په برخه کې چې کوم پرمختګونه کړي دي هغه به «ډیر شاته ووهل شي.»
رويټرز/س.م./م.ک.ص./ا.ا.