م.م: په افغانستان کې سږ کال ۴۳۳ ټنه تریاک تولید شوي
۱۴۰۳ آذر ۷, چهارشنبهد ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د چهارشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تریاک د تولید کچه د ۲۰۲۲م کال په پرتله په پسې ډول په دويم کال همداسې ټيټه پاتې ده.
د دغه سازمان د نویو اټکلونو پر بنسټ، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د تریاکو تولید ۴۳۳ ټنو ته رسېدلی چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله د تریاکو په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.
د دې سازمان په وینا، د تریاکو تولید د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کم شوی، يعني له هغه وخت راهېسې چې طالب چارواکو د مخدره توکو پر کښت بندیز لګولی وو.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر د نومبر په ۶مه نیټه د تریاکو د کښت شمیرې خپرې کړې، چې له مخې یې د تیر کال په پرتله د ۲۰۲۴ په اوږدو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت شاوخوا ۱۹ سلنه زیات شوی او پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي خو دا ساحات اوس هم د مخدره توکو د بندیز د کچې تر مخکې مودې کچو څخه ډېر لږ دي.
د تریاکو له تولید څخه عواید
د دغه سازمان موندنې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د تولید شویو تریاکو ارزښت شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوی چې د تېر کال په پرتله ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، خو بیا هم په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له لوري د نشه يي توکو پر کښت د بندیز تر مخه مودې ارزښت په پرتله ۸۰ سلنه کم دی.
وروسته له هغه چې طالبانو د نشه یي توکو پر کښت ممنوعیت وضع کړ، د تریاکو بیه چې له هغې هیرویین جوړیږي، لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د نوي راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د هر کيلوګرام تریاکو بيه شاوخوا ٧٣٠ ډالره ده چې دا نږدې ثابت نرخ بلل شوی دی. په داسې حال کې چې په ٢٠۲٢ کال کې د هر کيلو تریاکو بيه شاوخوا سل ډالره وه.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې (UNODC) اجرائيه رئيس غاده ولي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمولو لپاره د نړيوالو هڅو پر همغږي ټينګار وکړ او ويې ويل: «د کوکنارو د کښت او توليد د کچې د راټيټېدو دويم کال د پېچلو پړاونو شاهد دى.»
هغه زیاته کړې چې په دې اړه فرصتونه او ننګونې هم شتون لري: «نړیوالې هڅې باید همغږي شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا کمښت په افغانستان یا سیمه کې د ميت امفتامین يا کرستیال په څیر د خطرناکو مرکبو مخدره توکو د تولید بدیل ونه ګرځي.»
دغه راز هغه په افغانستان کې د کوکنارو په کښت پورې تړلو کلیوالو سره د مرستې لپاره د نورو لارو چارو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه: »موږ باید د کوکنارو په کښت پورې تړلو کلیوالي ټولنو سره مرسته وکړو چې په زیربناو، کرنیزو سرچینو او دوامداره معیشت کې د پانګونې له لارې قانوني او اقتصادي انتخابونو ته مخه کړي.«
په راپور کې دا هم راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کروندګرو تر ډېره د غنمو او پنبې په ګډون بدیل فصلونه کرلي ول، خو بیا هم د تریاکو د کښت عاید د غنمو په پرتله ۶۰ برابره لوړ دی.
له همدې امله دې سازمان خبرداری ورکړی چې د قانوني او ګټورو کښتونو نشتوالی او اقتصادي ستونزې ښايي یو شمېر بزګران د کوکنارو کښت ته وهڅوي.
د دغه سازمان رپوټونه ښيي چې د تریاکو ډېر کښت او تولید د افغانستان له جنوب لوېدیځو ولایتونو څخه شمال ختیځو ولایتونو ته لېږدول شوی، هغه ځای چې اوس پکې د ترياکو دوه په دريمه برخه توليديږي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې UNODC، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) سره یو ځای په افغانستان کې د نشه یي توکو د استعمال د اختلالاتو د درملنې لپاره د ظرفیت او سرچینو په اړه یو ګډ راپور هم خپور کړی دی.
افغانستان له کلونو راهیسې په نړۍ کې د نشه یي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد وو. وروسته له هغه چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، ډېری کروندګر له مالي پلوه سخت زیانمن شول او د بدیل حاصلاتو څخه یې د ګټې اخیستو توان نه درلود.
افغانستان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی چې شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي یې پر زراعت متکي دي.