1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

  له ایرانه ترکیې ته د افغان پانگوالو د پام په اړه خبرداری

۱۴۰۰ آبان ۱۷, دوشنبه

د افغانستان او ایران د تجارت د گډي خوني رئیس وايي، که سیاستونه اصلاح نه سي، نو د افغان پانگوالو وتل به ډیر سي. په ایران کي د پانګوني شاوخوا درې سلنه غوښتنه په افغانانو پوري اړه لري.

https://p.dw.com/p/42iSs
Symbolbild Iran Afghanistan Fahne Flagge
انځور: Zoonar/picture alliance

په تیرو کلونو کي ډېرو افغانانو په ایران کي سرمایه گذاري کړې او په وروستیو کلونو کي په افغانستان کې د لا ډېري ناامنۍ او طالبانو د پرمختگ له امله د هغوی شمیر نور هم زیات سوی دی.

د ایران او افغانستان د تجارت د گډي خوني رئیس حسین سلیمي خبرداری ورکړی، که ایران د افغان پانگوالو د سرمايي د ساتلو له پاره لازم شرایط آماده نه کړي، نو هغوی به په ترکیه کي د حضور خواته ته حرکت وکړي.

ایسنا خبري آژانس د شنبې په ورځ «عقرب ۱۵ مه» خارجي منابعو ته د جذب له پاره د ایرانیانو لیوالتیا ته په پام کي نیولو سره، د سلیمي له خولې زیاتوي چي له همدې کبله اړتیا لیدل کیږي چي د پانگوالو د تشویق له پاره گامونه پورته سي.

سلیمي د ویزو په ورکولو کي سرعت، د اقامت د شرایطو ښه والی او همدارنگه د خارجي پانگوالو له پاره د مالیاتي معافیتونو ټاکل په دې برخه کی مؤثر گامونه وبلل.

هغه د افغان پانگولو له پاره د ترکیې د اولویت په هکله وویل: «هغوی په ترکیه کي د ۲۵۰ زره ډالرو په سرمایې سره کولای سي پر اقامت سربیره، د ترکیې پاسپورت هم ترلاسه کړي او په چټکۍ سره لازمي اجازه نامې لکه د خپلو کوچنیانو له پاره د تحصیل حق په لاس راوړي. دا په داسي حال کي چي په ایران کي دا هر څه ډېر وخت غواړي او هغوی په دغه اندازه سرمايي سره یوازي پنځه کاله اقامت ترلاسه کولای سي چی پس له ۵ کاله یې باید تمدید کړي.

په ایران کي د پانگوني په برخه کي د افغانانو د ونډي زیاتوالی

په وروستیو کلونو کي په ایران کي د پانگوالو په ډله کي د افغانانو د ونډي اخیستلو په برخه کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی چي یو مهم علت یې کیدای سي د نورو هیوادونو د پانگوالو د علاقې کمیدل وي.

د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د بنديزونو له په پام کي نیولو پرته چي هر ډول اقتصادي همکاري او له هغه سره تجارت یې له ډیرو ننگونو سره مخامخ کړی، په نړۍ کی یو له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږی چي د تَوَرم میزان یې ډیر پورته او لږ شفافیت پکښي موجود دی.

د سلیمي په خبره چي د پانگوني د اجازه نامو د هیئت غړی هم دی، شاوخوا ۳۰ سلنه هغه غوښتني چي د دغه هیئت په هره جلسه کي کیږي، د افغان پانگوالو له خوا طرح سوي وي.

د ایران او افغانستان د گډو خونو رئیس ایسنا خبري آژانس ته وویل: «د دغو غوښتنو ارزښت له ۳۰۰ زرو څخه شاوخوا ۲۰ میلیون ډالرو پوري د تغییر په حال کی دی.»

د نوموړي هیئت په وروستۍ غونډه کي چي په مېزان میاشت کي وه، د پانگوني شاوخوا ۴۴ طرحي تر ارزوني لاندي ونیول سوې چي څه ناڅه ۱۷ یې په افغان پانگولو پوري مربوطي وې.

ایران او افغانستان څه د پاسه ۹۰۰ کیلومتره گډه پوله لري. علاوه پردې د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ ژبني، قومي او فرهنگي مشابهتونه هم هغه عوامل دي چي په ایران او افغانستان کي د پانگوني تمایل زیاتوي.

له ایران څخه ترکیې ته د سرمایو انتقال

سربیره پردې په افغانستان کي د سیاسي ناآرامیو ترڅنگ، په ایران کي د فشارونو ادامه ، تعزیرات، سخت تَوَرم او اقتصادي رکود د دې باعث سوی چي د دواړو هیوادونو پانگوال د پخوا په پرتله ډیر ترکیې ته مخه کړي.

اوس داسي په نظر راځي چي په ترکیې کي تر روسانو، ایرانیانو او عراقیانو وروسته، افغانان د کورونو اصلي رانیونکي شمیرل کیږي.

په استانبول کي اسنیورت سیمه چي ډېر افغانان پکښي اوسیږي، د املاکو د یوې ادارې مدیر وايي چي د املاکو ډېرو ادارو د خپلو معاملاتو د آسانتیا له پاره افغان کارکوونکي استخدام کړي دي.

GP/NZ/DW.Farsi