پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د ښځو پر زده کړو او کار د دغې ډلې له بندېزونو وروسته یو شمېر افغانو مېرمنو کوچنیو کارونو ته مخه کړې. دا مېرمنې له یوې خوا له دغې لارې خپله کورنۍ ساتي او له بل اړخه د هغو مېرمنو ملاتړ کوي، چې له زده کړو او کار محرومې دي.