1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د شخړې په مهم پړاو کې برلين ته د اوستن سفر

۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبه

د امريکا د دفاع وزير برلين ته خپل لومړی رسمي سفر کوي. په دې ترڅ کې د افغانستان موضوع چې د امريکايي عسکرو د را ايستلو له پاره ټاکل شوی مهلت هم ډېر نږدی شوی، مهمه ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/3rrWu
US Vertiedigungsminister Lloyd Austin zu Besuch in Inien
انځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

کله چې د سه شنبې په ورځ (د اپريل ۱۳مه نیټه) د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير لوېد اوستن د ولسمشر جو بايدن د کابينې د لومړي وزير په توګه برلين ته ورسيږي نو له خپلې آلمانۍ سيالۍ انه ګريت کرامپ کارنباور سره به د ويلو له پاره ډېر څه ولري.

نوموړی په داسې حال کې برلين ته راځي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اخراج له پاره ټاکل شوې نېټه ډېره نږدې ده او د اوکراين په ختيځ کې وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او په سرحد کې د روسي ځواکونو مارشونه هم ترسترګو کيږي.

بايدن د ولسمشر دونالد ترمپ تر څلور کلنې دورې وروسته چې «لومړی امريکا» یې شعار وو، يو وار بيا د دودیزو اتحادونو له نوي سره د پياوړي کولو تګلاره تعقيبوي. د دونالد ترمپ په دوره کې د واشنګټن او برلين ترمنځ په ځانګړي توګه اړيکي ډېري ښې نه وې: ترمپ تل پر آلمان دا تور لګاو چې د دفاع برخې ته يې په کافي اندازه بودجه نه ده ځانګړې کړې.

ترمپ په اصطلاح د جزا په توګه تېر کال له آلمانه د خپلو ځواکونو د قسمي اخراج لارښوونه هم کړې وه، خو دا کار بيا و نه شو. بايدن واک ته تر رسيدو وروسته د ترمپ دا لارښوونه لغوه کړه او د دفاع له وزير اوستن څخه یې په ټوله نړۍ کې د امريکايي ځواکونو د حضور په اړه د يوې هر اړخیزې ارزونې غوښتنه وکړه.

Katar Taliban Friedensgespräche
د افغانستان موضوع به په برلين کې د اوستن د خبرو اترو د اجنډا مهمه موضوع ويانځور: Ibraheem al Omari/REUTERS

د اړيکو له نوي سره پېل

۶۷ کلن اوستن به چې متقاعد څلور ستوري جنرال دی، آلمان ته د خپل سفر په ترڅ کې «Eucom» يا د متحده ایالاتو د اروپا قوماندې سيمه ایز اروپايي مرکز ته هم ورشي.

د اوستن تر سفر د مخه لا د پنتاګون له خوا آلمان «د ناټو د يوه ډېر نږدې متحد» په توګه ستايل شوی وو.

لوېد اوستن به د اتلانيتک له دې غاړې سره د اتحاد د پياوړي کولو دنده چې بايدن ورته سپارلې، پرمخ يوسي. د اوکراين پر پوله د روسي ځواکونو حضور چې ختيځ یې يو څه وار خطا کړی دی، ښايي اروپايان او شمالي امريکا يو څه سره را نږدي کړي.

د افغانستان پر موضوع هم ژورې همکارۍ ته اړتيا ده. ترمپ له طالبانو سره د دوحې تړون په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د روانې اپريل مياشتې تر پايه پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وباسي. خو بايدن د ترمپ او طالبانو دغه تړون بيا ارزوي. ځکه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تر اوسه بريالۍ شوي نه دي او ډېری په دې اړه انديښنه لري چې له افغانستانه به د بهرنيو ځواکونو وتل د ګډوډۍ سبب شي.

په افغانستان کې د سولې له پاره د ولسمشر غني طرحه

آلمان او د امريکا نور اروپايي متحدين په ډېره بې صبرۍ دې ته په انتظار دي چې د نړۍ دغه تر ټولو پياوړی پوځي ځواک به څه پريکړه کوي، ځکه له دې تصيم سره په افغانستان کې د هغوی د پوځيانو د پاتيدو موضوع هم تړلي دي.

په دې ترڅ کې به دا احتمالاً يو څه ګټور وي چې اوستن د افغانستان له ستونزو سره ډېر آشنا دی. نوموړی په افغانستان کې د پوځي ماموريت مشر وو. په ۲۰۱۳م کال بيا نوموړی د امريکايي پوځ د قوماندې مرکز «سينتکوم» چې پر نورو سربيره د منځني ختیځ او افغانستان مسؤليت هم لري، مشر وټاکل شو.

Abu Ghraib Gefängnis in Baghdad
لويد اوستن له عراق څخه د امريکايي ځواکونو د اخراج په برخه کې ډېر مهم نقش درلودانځور: picture-alliance/AP Photo

د عسکرو د اخراج له زيانونو او يا چيلينجونو سره هم نوموړی ډېر بلد دی. په عراق کې د امريکا پوځ د مشر په توګه نوموړي د ولسمشر بارک اوباما په لارښوونه په ۲۰۱۱م کال کې له عراق څخه د امريکايي ځواکونو اخراج عملي کړ.

اوستن هغه وخت د عراق بې ثباته وضعيت ته په کتو سره غوښتنه وکړه چې له بشپړ اخراج څخه دې ډډه وشي او په دغه هيواد کې دې زر عسکر پريښوول شي. خو داسې ونه شول. څو کاله وروسته امريکايي پوځيان د داعش ډلي د مخنيوي له پاره يو وار بيا عراق ته په ستنېدو مجبوره شول.

امريکا غواړي په افغانستان کې د داسې يوې سيناريو مخه هرو مرو ونيسي. خو په عين وخت ولسمشر بايدن نه غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموريت د ډېري مودې له پاره وغځوي، لږ تر لږه پر دې موضوع هغه خپل سلف دونالد ترمپ ته ورته نظر لري.

بايدن د مارچ مياشتي په پای کې ويلي ول: «د اوږدې مودې له پاره [په افغانستان کې] د پاتيدو اراده نه لرم.»

دا چې د دفاع وزير اوستن به دې هدف ته د رسيدو دا جنجال څرنګه حل کړي، وخت به يې وښيي. برلين هم په بې صبرۍ سره په دې تمه دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)