د افغانستان ګاونډیان د مهاجرت له کړکیچه ويره لري
۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبهپه داسې حال کې چې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالي په بې بساري توګه زيات شوی، د افغانستان ګاونډیان بیا د مهاجرت له یوه نوي کړکیچه په ویره کې دي. پاکستان تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې دغه هیواد له وړاندې نه د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه دی او له دې وروسته به نور مهاجرین و نه مني.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان په حواله، د کلونو جګړو په موده کې په افغانستان کې په میلیونونو کسان داخلي بې ځایه شوي او د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې هغه مهال چې امریکايي او بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه په وتلو پيل کړی، نیږدې ۳۰۰ زره کسان بیا د جګړو په سیمو کې ژوند کوي.
د تاشکند له کنفرانسه يوه باخبره دپلومات وویل: «په تاشکند کې کنفرانس به د افغانستان پر راتلونکي تمرکز ولري او په دې کې به په ژوره توګه دپلوماسي دخیله وي.»
ملګري ملتونه وايي چې د تیرو څو لسیزو ناامنیو او جګړو له کبله ډېر افغانان د خپل هیواد پرېښودو ته اړي شوي چې له دې ډلې ۱،۴ میلیونه افغان مهاجر په پاکستان کې او شاوخوا یو میلیون نور بیا په ایران کې میشت دي. د دغه سازمان په خبره، په دواړو هیوادونو کې د غیر قانوني مهاجرینو شمیر بیا ډیر لوړ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د تاجيکستان په پلازمینه دوشنبه کې وویل چې هیواد یې د محدودو سرچینو په لرلو سره نوي مهاجرین نه شي منلی. قریشي زیاته کړه: «که په افغانستان کې وضعیت بیا خراب شي، دغه هیواد [پاکستان] نوی مهاجرین نه شي منلی.»
بل لوري ته په تاشکند کې د سیمې د هیوادونو مشران سره جرګه شوي او افغانستان به هم د دې کنفرانس د اجندا یو له مهمو موضوعاتو څخه وي. تيره ورځ د شنګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په تاجيکستان کې غونډه درلوده او د افغانانو پر ضد یې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.