په روسيه کې يو افغان ژورناليست ټپي او لور يې مړه شوې ده
۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعهد روسيې د دولتي تلويزيون آر ټي مشرې، مارګاريتا سيمونيان، په تلګرام کې ليکلي دي چې »هغه اوس په کوما کې دی وروسته له دې چې د يوه اوکرايني ډرون بريد د هغه لور او د مېرمنې مور او پلار يې ووژل.«
هغې زياته کړه چې ۲۹ کلن خيبر عاکفي د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې د سختو زلزلو په اړه پوښښ کړی و او اوس »يو څو ورځې رخصتي اخيستې وه څو په بلګورود کې له خپل فاميل سره وويني.«روسيه وایي پر شپږو سيمو یې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه شوي
مېرمن يې په يوه ثابت روغتيايي حالت سره په روغتون کې ده، خو مور او پلار يې د ريا نووستي خبري آژانس په حواله په بريد کې وژل شوي دي.
د روسيې هغه سيمې چې له اوکراين سره په سرحد کې پرتې دي د بلګورود په څېر د اوکرايني ځواکونو له خوا په بريدونو کې په نخښه کيږي.ایران ته د روسي پرمختللو وسلو لیږد په اړه د اسرائیل اندېښنه
تر دې مخکې د سيمې والي، واچسلاو ګلادکوف ويلي وو چې د ډرونو پاته شوي پر کورونو رالوېدلي چې د يوه ماشوم په ګډون پکې درې کسان وژل شوي دي. روسي ځواکونو دغه ډرون ويشتلی و چې پاته شوي يې بيا پر کورونو راولوېدل.
له هغه وخت راهيسې چې اوکراين په جون مياشت کې متقابل تعرضي عمليات پيل کړي، روسيې د ډرونو په واسطه په تېره په سرحدي سيمو کې ډېر بريدونه تجربه کړي دی. د سه شنبې په ورځ هم د بلګورود په سيمه کې د اوکراينيانو په يوه بريد کې د بلګورود د والي ګلادکوف په خبره دوه ملکي کسان وژل شوي ول.
اې اف پي/ن.ص./ن.ز.