یوناما: طالبانو تر ۲۵۰ ډېر خبریالان نیولي دي
۱۴۰۳ آذر ۶, سهشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدويه پلاوي (يوناما) اعلان کړی چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې په خپل سري توګه ډیر شمیر خبریالان نیولي دي. خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت دغه نيول رد کړي او ويلي يې دي چې نيول شويو کسانو جرم ترسره کړی دی.
یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې خبریالان په »ننګونو شرایطو کې« کار کوي.
د یوناما خپر پاڼه کاږي چې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنه موده کې یې دخبریالانو پر وړاندې د سرغړونې ۳۳۶ قضیې مستند کړي دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، د خبریالانو سره د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ قضیې او د ګواښ او د ویرولو ۷۵ پېښې هم ثبت شوې دي.
د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فولکر ترک، د یاد راپور پایلې د اندیښنې وړ بللې دي او د افغانستان له واکمنانو څخه یې غوښتې څو خپلې کړني د نړیوال مدني او سیاسي قوانینو پر بنسټ همغږې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وویل: «دوی اکثراً د هغه څه په اړه چې په اړه رپوټ ورکولی شي او يا یې نه شي ورکول له ناڅرګندو مقرراتو سره مخامخ کیږي يعني که چېرې یې رپوټ ورکونه انتقادي وګڼل شوه نو د بيرولو او د خپلسري نيولو خطر یې نتيجه کيدلی شي.«
اوتونبایوا زیاته کړه: «موږ له اوسني چارواکو غواړو څو د خبریالانو خوندیتوب او امنیت په رسنیو کې د کار کولو پر مهال تامین کړي او په رسنیو کې د ښځو د کار کولو اهمیت په بشپړه توګه وپیژني.»
طالبان: نیول د قانون پر بنسټ ترسره شوي
د طالبانو د بهرینو چارو وزارت ددې موضوع په ځواب کې ویلې، چې ښځې په حجاب کې او د نارینو له چاپیریال څخه لرې، په اسلامې چوکاټ او د شرعي قوانینو د مراعات کولو سره کولی شي په رسنیو کې خپل کار ته دوام ورکړي.
یاد وزارت د ملګرو ملتونو دغه راپور له واقعیت څخه لري بولي او زیاته کړې ده چې امنیتي ځواکونه د خبریالانو په ساتنه کې خپله هڅه کوي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یادي مسلې په اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبريالانو د نيولو شمېر مبالغه بللى او ويلي يې دي چې نيول شوي کسان د قانون له مخې مجرم دي.
وزارت د نیول شویو کسانو سرغړونو ته په اشارې سره وویل: «هیڅوک په خپل سر نه دی نیول شوی.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې سرغړونو کې د رژیم پر ضد اقدام ته د خلکو هڅول، د حکومت بدنامول، د ناسمو او بې اساسه راپورونو خپرول، د رژیم له دښمنانو سره د رسنیو همکاري او د رژیم ضد رسنیو ته د موادو برابرول شامل دي.
واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم دغې ډلي پر ښځو سخت قوانین پلي کړي دي.
د طالبانو اداره تر اوسه د کوم بهرني حکومت له خوا په رسمیت نه ده پیژندل شوې او غربي ډیپلوماتانو ویلي چې د طالبانو په رسمیت پیژندل د هغو محدودیتونو په لرې کولو پورې اړه لري چې پر ښځو یې لګولي دي.
د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نړیوالې ټولنې په ګډون له رسنیو سره د تخنیکي او مالي مرستو کمښت د رسنیو فعالیتونه نور هم کمزوري کړي او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې یې د افغانانو پر وړتیا مستقیمه اغېزه کړې ده.