کيوبا: د شمالي کوريا په کښتۍ کي وسلې زموږ وې
۱۳۹۲ تیر ۲۶, چهارشنبهد کیوبا د بهرنیو چارو وزارت د د سه شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې پکښې راغلي دي چې د پاناما په جمهوریت کې د شمالي کوریا په درول شوې کښتۍ کې۲۴۰ ټنه وسلې بار وې.
د کیوبا له خوا په خپره شوې بیانیه کې زیاته شوې ده چې دغه وسلې د توغندیو «د یوه زاړه سیستم» برخي وې چې شمالي کوریا ته د ترمیم له پاره استول کیدې. ویل شوي دي چې وسلې په کښتۍ کې تر۱۰۰۰۰ ټونه بورې لاندي ځای پر ځای شوې وې.
تر دې دمخه د جمعې په ورځ پاناما د شمالي کوریا دغه کښتۍ درولې وه او دغه وسلې یې پکښې موندلې وې. موندل شوې وسلې (د توغندیو سیستم) د پخواني شورې اتحاد د واکمنۍ پر مهال جوړي شوي دي چې د الوتکو د ويشتلو دوه سيستمه، د نهو توغندیو برخي او دوه MiG-21 ډوله الوتکې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس شمالي کوریا د ملگرو ملتونو د بندیزونو پر اساس اجازه نه لري چې له نورو هیوادونو څخه وسلې وارد کړي.
په پاناما کې غیر عادي وضعیت
د پاناما چارواکو لومړی دغه کښتۍ د مخدره موادو د موندلو په موخه درولې وه. خو کله چې هغوی په کښتې کې وسلې وموندلې نو وضعیت بل ډول شو.
د دغه هیواد ولسمشر د سه شنبې په ورځ له یوې راډیو سره په مرکه کې وویل: «لومړی موږ یوازي دغه کښتۍ د مخدره موادو د موندلو له پاره لټوله. خو کله چې مو د بورې یو څه بوجۍ لیري کړې نو دوه کانتینرونه مو وموندل چې له وسلو ډک ول.»
هغه زیاته کړه چې د وسلو تر موندل کیدو وروسته د کښتۍ کپتان وغوښتل چې خپل ځان ووژنې. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې اوس د کښتۍ کپتان په کوم ځای کې ساتل کیږي.
د پاناما ولسمشر ټینگار وکړ چې هیڅوک هم نه شي کولای چې د پاناما د کانال له لارې وسلې قاچاق کړي. هغه وویل چې نیول شوې کښتۍ اوس د تخلیه کیدو په حال کې ده ترڅو روښانه شي چې په مشخصه توگه څومره وسلې پکښي موجودې دي.