په پنجاب کې د القاعدې پنځه شکمن غړي نیول شوي دي
۱۳۹۸ دی ۶, جمعهاسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د یوه چارواکي محمد عمران، له قوله لیکلي دي چې د پنجاب په ایالت کې دغه چاپه د دغه هیواد استخباراتي ادارې (آی اس آی) په همکارۍ ترسره شوې ده.
د محمد عمران په خبره شکمن کسان د پنجشنبې په ورځ ناوخته نیول شوي او په سیمه کې د القاعدې د فعالې څانګې چې »د هند په نیمه وچه کې القاعده«، نومیږي سره تړاو لري. عمران په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دغو کسانو د القاعدې ترهګرې شبکې یوه رسنیزه څانګه چلوله او په سیمه کې یې د القاعدې عملیات همغږي کول.
دغه چارواکي زیاته کړې چې یو نیول شوی کس د جعلي اسنادو د جوړولو ماهر وو او بل تن یې د دیجیتالي رسنیو متخصص وو. عمران دا هم ویلي دي چې په دغه چاپه کې الیکترونیکي تجهیزات، وسلې او ځانمرګي واسکټونه هم نیول شوي دي. د عمران په خبره شکمن کسان چې مخکې په سویلي بندري ښار کراچۍ کې اوسیدل په وروستیو کې ګجرانواله کې مېشت شوي ول، چې د القاعدې له پاره د بسپنو په راټولو کې هم ښکیل ول.
د القاعدې بنسټ ایښودونکی اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال د می په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو په ځانګړې عملیاتو کې د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه په ایبټ آباد ښار کې ووژل شو.