په هندوستان کې د باليوډ د افسانوي فلم «پدماوت» پر ضد لاریونونه
د هندوستان په ځینو شمالي سیمو کې د افسانوي هندو ملکې «پدومات»، په اړه د جوړ شوي فلم پر ضد مظاهرې روانې دي. مظاهره کوونکي ادعا کوي چې فلم جوړونکي تاریخ تحریف کړی دی.
جنجالي فلم
د جنوري میاشتې په ۲۴ نیټه د هندوستان په اترپردیش ایالت کې د «پدومات» سینمايي فلم پر ضد لاریون کوونکو د یو اورګاډي د حرکت مخه ونیوله. د دې فلم داستان د راجپوټ جنګیالیۍ پرګنۍ د یوې نیمه افسانوۍ هندي ملکې «پادمیني» په هکله دی. لاریون کوونکي وايي چې په فلم کې د ملکې او مسلمان پاچا علاودین غلجي ترمنځ عاشقانه اړیکې په ناسمه توګه ښوول شوي دي.
د مرګ ګواښونه
ټاکل شوې چې دغه فلم د پنجشنبې په ورځ سینما ته راووځي. خو د هندوستان په ځینو شمالي برخو کې ځینو سینماګانو د تاوتریخوالي ډک لاریونونو له امله دغه فلم تر اوسه په خپل لیست کې نه دی شامل کړی. ځینو سخت دریځه هندوانو د دې فلم د وتلې ستورې دیپیکا د وژلو پر سر تر ۵۰ میلیونه هندي روپیو انعام هم ټاکلی.
پاریدلي لاریون کوونکي
لاریون کوونکو د فلم جوړونکي بهانسالي او فلمي ستورې ډیپیکا لانځکو ته اور ورکړ چې له امله یې پولیسو دواړو ته امنیتي تدابیر په نظر کې ونیول.
تخیلي داستان
په دې فلم کې شاهد کپور (په انځورکې) د مهاروال راټن سینګ نقش لوبوي چې د ملکې پاداماوتي خاوند وو. رنویر سنګ بیا د غلجي پاچا نقش لوبوي چې په فلم کې د یرغل کوونکو مشري کوي او غواړي چې ملکه برمته کړي. فلم جوړونکی وايي چې د دوی فلم د ۱۶ پیړۍ د یوه صوفي شاعر پر افسانوي داستان څرخیږي.
د محکمې ملاتړ
د هندوستان ځینو ایالتونو د دې فلم پر خپرولو بندیز وضع کړی خو تیره اونۍ د هندوستان سترې محکمې دغه غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې دغه اقدام د خلاقیت د آزادۍ هڅې تر پښو لاندې کوي. محکمې همدا راز حکومت ته دنده سپارلې چې عامه نظم ټینګ کړي. د هندوستان د فلم د سانسور بورډ د فلم د خپرولو اجازه ورکړې خو د ځینو تغیراتو غوښتنه یې کړې. د هند څلورو ایالتونو بیا د فلم پر خپرولو بندیز وضع کړی دی.
د پولیسو پراخ حضور
د محکمې پر پریکړې سربیره، د هندوستان په ځینو ایالتونو کې لاریون کوونکو د فلم پر خپرولو نیوکې کړې او په ځینو ښارونو کې یې آن پر سینماګانو او ستر پلورنځایونو [مالونو] بریدونه کړي. په ورته وخت کې د ټول هندوستان په کچه پولیسو د سینماګانو مخې ته خپل سرتیري ډیر کړي.
شدید مخالفت
د راجپوټ پرګنۍ یوې ډلې میرمنو د فلم د خپریدو په صورت کې د ځان وژلو ګواښونه هم کړي. دغه فلم نه یوازې د هندو سخت دريځو د نیوکو سره مخ شوی بلکه د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي ګوند یعنی بهارتیا جنتا پارتي هم پر دغه فلم نیوکې کړې دي.