1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارس خليج کې د شخړې د آرامېدو تمه

۱۳۹۸ دی ۱۹, پنجشنبه

امريکا متحده ایالاتو ويلي دي چې داسې معلومات لري چې ايران ښایي اوس معتدله لهجه خپله کړي. خو بحران لا پای ته نه دی رسېدلی. او ولسمشر ترمپ اوس په خپلو ليکو کې هم له فشار سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/3VvLf
Vizepräsident Mike Pence und Mike Pompeo
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Owen

د امريکا متحده ایالاتو مرستيال ولسمشر مایک پنس دغه هېواد ته د يونان د لومړي وزير د سفر پر وخت خوښ او آرام ښکاريده. نوموړي د «سي بي ايس نیوز» تلویزيوني شبکې سره د خبرو پر وخت وويل چې د امريکا حکومت ته په دې اړه استخباراتي معلوماتو په لاس ورغلي چې د ايران مشرتابه ښايي له خپلو مليشو غوښتي وي چې نور دې امريکايي هدفونه نه په نخښه کوي. مايک پنس په اړه زياته کړه: «موږ هيله لرو چې دا پېغام به انعکاس و مومي.»

خو تر دې لږ دمخه د بغداد په حکومتي او ديپلوماتيکي ساحه «گرين زون» کې چې يوه ډېره خوندي ساحه بلل کیږي، دوه راکټونه ولگېدل. د پوځ په حواله دې بريدونو ډېر زيان نه دی اړولې. خو يو راکټ د امريکا د سفارت په ۱۰۰ مترۍ کې لگېدلی دی.

خو په امريکا متحده ایالاتو کې د سليماني موضوع لا تمامه شوې نه ده. د جمهوري غوښتونکو سناتور مايک لي د ترمپ پر حکومت تور ولگاوه چې د کانگرس په استماعيه غونډه کې په دې اړه هيڅ د قناعت وړ شواهد نه دي وړاندې شوي چې [پر سليماني] د هوايي بريد سره دې پر امريکا د يوه ممکنه بريد مخه نيول شوې وي. لي چې تر اوسه د خپل گوندي ملگري دونالد ترمپ منتقد نه گڼل کيده، پر حکومت یې سختې نيوکې وکړې.

Trump äußert sich zum iranischen Angriff im Irak
ولسمشر ترمپ ډاډ ورکړ چې امريکا سولې ته چمتو دهانځور: picture-alliance/Captital Pictures/MPI/RS

د اوتا ايالت دې سناتور همدا راز وويل چې د دفاع وزير اسپر، د بهرنيو چارو وزير پمپيو او د «سي آیې ای» مشر جينا هسپل او نورو حکومتي استازو دې غونډې ته يوازې يو ساعت وخت ځانگړی کړی وو او زياتره پوښتنې یې بې ځواب پريښي دي. هغه زياته کړه چې د حکومت له خوا سنا مجلس ته نه پاملرنه «غیر امريکايي» او د «اساسي قانون» سره په ټکر کې ده.

لي اعلان وکړ چې هغه به د اپوزيسيون ديموکرات گوند د نوښت ملاتړ وکړي چې غواړي حکومت ته د جگړې د ترسره کولو په لاره کې خنډونه واچوي. د جمهوري غوښتونکو يو بل سناتو رند پاول هم د ترمپ پر پوځي لاره سختې نيوکې وکړې او ورکړل شوي معلومات یې ناکافي وبلل. هغه هم د ديموکراتانو د نوښت د ملاتړ اعلان وکړ.

ديموکراتان غواړي د ترمپ اختيارات کم کړي

ديموکرتان غواړي چې د ایران په شخړه کې د ترمپ اختيارت کم کړي او په دې توگه د شخړې د پراخیدو مخه ونیسي. په استازو مجلس کې د ديموکراتانو مشرې نينسي پلوسي وويل چې نن، پنجشنبه به يو اړونده پريکړه ليک په استازو مجلس کې وړاندې شي. د اپوزيسيون دا گوند د سليماني هدفمنې وژنې ته د «پارونېا او غير متناسب پوځي گوزار» په سترگه گوري. پلوسي ټينگار وکړ چې د حکومت توضيحاتو د دوی شکونه له منځه نه دي وړي.

bs/nz (rtr, afp, ap, cnn, dpa)