په روژه کي بايد کوم ډول خوراک وخوړل سي؟
په دوبي کي نه يوازي دا چي ورځي اوږدې وي بلکه ګرمي هم وي. کله چي دوبی او روژه سره برابر سي نو روژه لرونکي بايد څه ډول غذا وخوري. په هکله يې انځوريز راپور دلته وګورئ:
له پروسس سوي خوراکو پرهيز
هغه خواړه چي په صنعتي توګه جوړ کړل سوي وي که هغه ساسجان، چپس یا ورته څيزونه دي، د عامو وختونو په څېر په روژه کي هم بايد څوک ورڅخه ځان ليري وساتي. هغه په دې وجه ولي چي زياتره وخت د دغو خوراکي توکو د اوږدې مودې ساتنې، رنګ ښايسته کولو، خوند قوي کولو او بڼه جوړلو له پاره په هغوی کي بېلابېل مواد ګډوي چي هغه روغتيا ته زیان رسولای سي. بهتره ده چي څوک خام خوراکي توکي خپله رانيسي او بيا يې خپله چمتو کړي.
د «سپينو خوراکي توکو» کمول
سپيني غذاوي لکه د سپينو اوړو ډوډۍ، ورجي، سپينه بوره او داسي نور زياتره وخت هغه څيزونه وي چي پخپله تر مخه پروسس سوي وي. د بېلګي په توګه لکه سپين اوړه د دې څخه تر مخه چي اوړه ورڅخه جوړ سي، ورڅخه د دانو ګټور پوستکي ليري کړل سوي وي. په همدې شان ورجي پالش سوي او بوره هم پروسس سوې وي. په بدل کي څوک بايد هغه اوړه چي د غنمو پوستکی ورسره مل وي، هغه ورژي چي پالش سوي نه وي او د بورې پر ځای ګبين وخوري.
د مالګين خوراکو پر ځای اوبه لرونکي خوراک
کله چي په دوبي کي روژه وي، نو وجود د روژې پر وخت لا زياتي اوبه له لاسه ورکوي چي هغه بايد د روژه مات وروسته بايد بېرته وجود ته ورکول سي. له همدې کبله بايد د روژه مات او پېشلمي خوراک داسي وي چي له بدن څخه اوبه لا کمي نه کي لکه مالګين خوراک، بلکه داسي خوراک بايد وخوړل سي چي بدن ته اوبه ورکړي، لکه ښوروا، ميوې، مابه او د ميوو اوبه.
له سره سوو خوراکو او زياتو خوږو شيانو پرهېز
په روژه کي کله چي زيات وخت معده خالي وي، نو په غوړو کي سره سوي شيان لا زيات زيامن ثابتېدلای سي. له همدې کبله بايد کوښښ وسي چي زيات سره سوي خوراک ونه خوړل سي په زياته په روژه مات د لومړي خوراک په توګه. د روژه مات وروسته او په پېشلمي کي د زياتي بورې خوړلو پر ځای بهتره ده چي څوک خوږې مېوې وخوري.
د کاربوهايدرېتس د پروټينو سره مل
که څه چي په روژه کي وچه ډوډۍ، ورجي او پټاټې د زياتو خلکو له پاره د روژه ماتي د خوراک زياته مهمه برخه ګرځوي، خو دغه کاربوهايدرېتس لرونکي خوراک هم په بدن کي بوره جوړوي او زيات خوراک يې ښه نه دی. بهتره ده چي څوک د کاربوهايدرېتس لرونکو خوراکو سره په کافي اندازه پروتين لرونکي خوراک لکه داليات هم وخوري. د دې تر څنګ اومه سابه هم ډېر ګټور دي.