په اوکراین کې جګړه، بې برقي او سوړ ژمی
روسېې د اوکراین پر ملکي زېربناو لکه د برېښنا پر تاسیساتو خپلې حملې جاري ساتلي. په ملیونونو خلک په موقتي توګه له برېښنا بې برخې شوي دي، آن اوبو او ګاز ته لاسرسی نه لري. خلک د معمول خلاف سږکال له یو سخت ژمي سره مخ دي.
سوړ ژمی، واوره...
د اوکراین په دونيڅک سېمه کې يو ټانک ولاړ دی. دونیڅک ېوه له هغو سیمو ده چې تر ټولو ډیره جګړه په کې شوې ده. د ژمي پيل، ورښتونو او سړې هوا د عسکرو له پاره د جګړې ادامه او یا ېې درول ډير سخت کړي دي. له وضعيته ښکاري چې اوکراین له یو سخت ژمي سره مخ دی. په عین حال کې روسي ځواکونو خپلې حملې هم جاري ساتلي دي.
خیرسون کې د مرستو ویش
د اوکراین خیرسون ښار يو له هغو سیمو څخه ده چې اوکرایني ځواکونو بېرته له روسي ځواکونو څخه نېولې ده. په انځور کې د دغه ښار اوسیدونکي لیدل کيږي چې د مرستو ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي. اوکراین خیرسون وروسته له هغې ونيو چې روسي ځواکونه ورڅخه ووتل او د دينپرو سیند هاخوا څنډې ته ولاړل.
بخموت
بخموت د اوکراین په دونیڅک سیمه کې واقع دی. په انځور کې ښکاري چې د روسي ځواکونو په حملو کې یو ساختمان تخریب او بیا ېې اور اخیستی دی. اوکرایني چارواکو په وروستيو کې ويلي دي چې روسي ځواکونه هڅه کوي د بخموت ښار پر لور تللې لوی لارې بندي کړي چې په همدی موخه ېې پر شاوخوا کليو باندې بمباري او بریدونه ډير کړي دي.
د ټول هیواد په کچه د برېښنا پرچاوي
په دغه انځور کې د اوکراین مرکز اړوند د برېښنا د لوړ ولتاژ یو تخریب شوی ستيشن ښکاري. روسي ځواکونو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو خپلې حملې وروسته له هغې لاپسې ډيرې کړې چې دغه ځواکونه له ځينو سیمو ووتل او یا ېې د اوکرايني ځواکونو پر وړاندې ماتې وخوړې. پر تاسیساتو حملو، په اکتوبر میاشت کې زور واخیست.
د جګړې د قربانيانو له پاره
دا په اوکراين کې د سږني ژمي لومړنۍ واوره ده چې په اورېدو سره ېې په خلکو کې د یو سخت ژمي وېره راپېدا کړې ده. په انځور یوه ښځه د کيف ښار په خپلواکۍ میدان کې د جګړې د قربانيانو په یاد یوه شمعه بلوي.
د بريښنا پرچاوۍ
د اوکراین د برېښنا پر تاسیساتو د روسي ځواکونو له دوامداره بریدونو سره په ټول اوکراین کې د برېښنا پرچاوۍ کيږي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، په وروستیو ورځو کې د پخواني شوروي اتحاد پر وخت په اوکراین کې د راغلې قحطۍ د نويمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وويل: «هغه وخت هغوی غوښتل موږ له لوږې مړه کړي او اوس په سړې هوا او تیارو سره.»
ګرمو جامو ته ډيره اړتيا ده...
په اوکراین کې خلک له يو او بل سره د ګرمو جامو مرستې کوي. د اوکراین په لويديځ کې د ونيز د رضاکارانو مرکز وايي چې تر ټولو ډير ګرمو جامو لکه پشمي خولۍ، دستکشې او کمپلو ته اړتیا ده. حکومت په کیف کې د لا ډيرو جنراتورنو او ترانسفارمرونو د لګولو امر کړی خو دغه وسایل ډير کم عرضه کيږي.
سخت ژمي ته چمتووالی...
۴۴ کلن ولادیمیر چې د لويو ښار اوسيدونکی دی د خپل کور په تهکاوۍ کې د مربا په مرتبانونو کې ساتلي خوراکي مواد چې د هغه مور تیار کړي دي کنټرولوي. ډيرو اوکراینيانو په ګرم موسم کې ځانونو ته خوراکي مواد زيرمه کړي، څو په ژمي کې ورڅخه استفاده وکړي. په وروستیو کې د کيف ښاروال هم له خلکو غوښتي ول چې د احتیاط له پاره په کورونو کې خوراکي مواد زيرمه کړي.
کیف - له خلکو سره مرسته
یو خیریه بنسټ د کیف په یوه واټ کې له خلکو سره د ګرمو خوړو او دستکشو مرسته کوي. په وروستیو کې د ناټو د بهرنيو چارو وزیران د رومانيا په بخارست کې راټول شوي ول. دوی په خپلو غونډو کې د اوکراین د انرژۍ زیربناو د بېا رغاونې په ګډون له دغه هیواد سره د لاډیرو مرستو په اړه بحثونه وکړل.
له ايرپين څخه تېښته
دغه انځور د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې یا د جګړې د لومړيو اوونيو دی. په انځور کې ښکاري چې د اوکراین د ايرپين ښار څخه ملکيان د روسي قواوو د بریدونو له کبله د تېښتې په حال کې دي. دغه لړۍ لا هم ادامه لري. په بريتانيا کې د آلمان سفير شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د روسېې بریدونو ته په اشارې، په ژمي کې آلمان ته د اوکرایني مهاجرو د ېوې نوې احتمالی څپې څخه خبره کړې وه.
موقتي سرپناوې
د اوکراین حکومت په ټول هیواد کې بې ځایه شوو خلکو له پاره له خیمو څخه موقتي سرپناوې جوړې کړي دي. په دغو خیمو کې بخارۍ او برېښنا هم شته او راغلو خلکو ته پکې ډوډۍ هم ورکول کيږي. په انځور کې دغه مهاجره جوړه په بوچا کې ېوې ګرمې خيمې ته پناه وروړې ده، خو په دغو خیمو کې انټرنيت ډیر ضعیف دی.
په آلمان کې د مرستو لړۍ
په آلمان کې له اوکراین سره د مرستو ټولو لړۍ په چټکۍ روانه ده. په دغه انځور کې د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین ماير، د آلمان له پاره د اوکراین سفیر اولیکسي مکایوف او د المان د سره صلیب ادارې مشره ګیردا هاسیل فېلدت ليدل کيږي. د آلمان حکومت په کراتو اوکراین څخه د ملاتړ خبره کړې ده.