1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

پنټاګون: د شمالي کوریا سرتیري د اوکراین جګړې ته داخلیږي

زمزمه نیازۍ │ له آژانسونو
۱۴۰۳ آذر ۳, شنبه

د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټین وړاندوینه کوي چې ډیر ژر به د شمالي کوریا شاوخوا لس زره سرتیري چې روسیې ته رسیدلي دي، او د کورسک په سیمه کې ځای پر ځای شوي، د اوکراین په وړاندې جګړه وکړي.

https://p.dw.com/p/4nLVe
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټینانځور: Alex Wong/Getty Images

د امريکا د دفاع وزير د څرګندونو له مخې، دغه هیواد اټکل کوي چې ډېر ژر به  د شمالي کوريا زرګونه سرتېري چې  روسيې ته لیږل شوي د اوکراين  پر وړاندې د روسیې جنګي عملياتو سره یو ځای شي.د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین ویلي: «د شمالي کوریا سرتیرو ته ورکړل شوې روزنې او د روسیې په جنګي واحدونو کې د مدغم کیدو د طریقې پر اساس، احتمال لري چې دوی به ډیر ژر د اوکراین په وړاندې جګړه کې برخه واخلي.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د ارزونې له مخې د روسیې په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا لس زره سرتېري به ډېر ژر د دغه هېواد نظامي تشکیلاتو ته دننه شي.

روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو شمیر لس زره ښودل شوی دی.
روسیه کې د شمالي کوریا ځواکونهانځور: Ahn Young-joon/AP/picture alliance

د اوکراین د دفاع وزارت هم  په دې وروستیو کې دا خبره تائیده کړې وه چې د روسیې په سرحدي سیمه کورسک کې یې د شمالي کوریا له ګومارل شویو پوځي واحدونو سره د ځواکونو نښتې شوې دي.

سویلي کوریا، اوکراین او لویدیځ هیوادونه وایي چې شمالي کوریا په دې جګړه کې د روسیې د ملاتړ له پاره خپل نږدې ۱۰۰۰۰ عسکر په روسیه کې ګومارلي یا ځای پرځای کړي دي.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

لویدیځ هیوادونه له اوږدې مودې راهیسې پر پیونګ یانګ دا تور هم لګوي چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې مسکو ته د توپخانې مرمۍ او توغندي هم ورکوي.

د همکاریو په رووستي اقدام کې  تیره نوامبر میاشت د روسیې او شمالي کوریا  تر مځ دوه اړخیزدفاعي تړون  تصویب شو.د دې موافقې پر اساس له دواړو خواو څخه د وسله وال برید په صورت کې د یوه بل مرستې ته د رسېدلو غوښتنه شوې ده.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

 

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.