پر کيف د شپې له خوا د بي پيلوټه الوتکو برید
۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبهاعلان
د اوکراين پلازمينه کيف پر ښار د روسيې له خوا په شپه کې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه بریدونه شوي دي. د اوکراین پوځي ادارې په ټلیګرام کې اعلان کړی: »دښمن په پلازمینه برید کوي.« زياته شوې چې »د دښمن نهه بې پیلوټه الوتکې مخکې له مخکې ویشتل شوي دي.« خو د کیف په شا او خوا سیمو کې د څو زورورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي. د پوځي ادارې په وینا، د روسیې وسله والو ځواکونو په ایران کي جوړي شوې بې پیلوټه الوتکې کارولې دي.