پاکستان کې ورښتونو درنه مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۲ اسفند ۱۳, یکشنبهد پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د يکشنبې په ورځ خبر ورکړي چې د دغه هېواد په مختلفو برخو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په جریان کې لږ تر لږه ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسره ورکړی او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
زياته شوې چې په دغو ورښتونو او ورسره د ځمکې ښوېدنې په پېښه کې څو کورونه هم تخریب شوي. سربیره پر دې نښلوونکې لارې، په ځانګړې توګه د پاکستان په شمال ختيځ کې د دغو بارانونو له کبله تړل شوي دي.
د ځایي چارواکو په خبره، د پنجشنې ورځې تر اوسه، د خيبر پښتونخوا ایالت په مختلفو علاقو کې شاوخوا ۲۳ تنه د شدیدو بارانونو له کبله مړه شوي دي.
د بلوچستان ایالت په ساحلي ښار ګوادر کې کې بیا د سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۵ کسان مړه شوي دي. چارواکي د خلکو د ژغورنې له پاره له کښتيو استفاده کوي. د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت چارواکو شاوخوا ۱۰زره کسان امن ځایونو ته انتقال کړل.
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير څخه هم د ځاني او مالي زیانونو رپوټونه ورکړل شوي دي.
(AP) mks/akh/ si, rs
له آرشیف څخه (په پاکستان کې د ۲۰۲۲م کال سيلابونه):