« غیرمسلمان زده کوونکو له پاره اسلامي درسونه جبري نه دي»
۱۴۰۲ بهمن ۵, پنجشنبهپهپاکستان کې د مسیحي روحیانیونو یوه کنفرانس د دغه هيواد د تازه پرېکړې هرکلی کړی او له حکومت څخه یې مننه کړې ده، چې د دغه هېواد په نصاب جوړولو کې یې د کاتولیکانو مذهبي مشران ورګډ کړي.
په پاکستان کې د مذهبي روحانیونو کنفرانس د ملي عدالت او سولې کمېسیون مشر نعلیم یوسف ګیل د چهارشنبې په ورځ د اسیا د کاتولیکانو خبري اژانس «یوکانیوز» ته وویل، چې د غیرمسلمانو زده کوونکیو له پاره د اسلامي زده کړو ویلو شرط لېرې کولو سره سره د دغې پرېکړې عملي کول هم لویه ننګونه ده.
هغه دې ټکي ته اشاره وکړه: «زموږ په هېواد کې د اقلیتونو له پاره کېدونکې پرېکړې یا حکمونه له ناکامۍ سره مخ کېږي.»
نوی درسي نصاب چې سږ کال به تطبیق شي، پکې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې دیني مضامین د مسیحي، بودايي، هندویزم، سیک او زردشتي مذهبي اقلیتونو له پاره شامل دي.
پاکستان د جنوبي اسیا هېوادونو په ډله کې هغه هېواد دی، چې د ښوونیز سیستم له پاره تر ټولو کمه بودیجه لري. د یوکانیوز د رپوټ په حواله، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د دې هېواد ښوونیزې بودیجې یوازې ۱،۷ سلنه له داخلي ناخالص تولید څخه د زده کړو له پاره ځانګړې شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ښوونیزې، علمي او کولتوري ادارې «یونسکو» د معلوماتو له مخې، د نړۍ په کچه ۵۰۰ میلیونه هغه چې له زده کړو بې برخې دي، په لسو هېوادونو کې ژوند کوي. هندوستان له زده کړو څخه د بې برخې ۲۵۶ میلیونه کسانو په لرلو سره د جدول په سر کې دی. پاکستان د ۵۲،۲ میلیونه کسانو په لرلو سره دویم او بنګله دېش بیا له زده کړو څخه د بې برخې ۴۳،۸ میلیونه کسانو په درلودلو سره په دریم مقام کې دی.
hm/af (KNA)