هند ته د ترمپ سفر په انځورونو کې
د هند لومړي وزیر مودې، د امریکا د ولسمشر تود هرکلی وکړ. دا د ولسمشر په توګه هند ته د ترمپ لومړی سفر دی. احمد آباد ته د ترمپ د درې ساعته سفر لګښت ۱۳ میلیونه ډالره اټکل شوی چې پکې هغه دیوال هم شامل دی چې جونګړې يې پټې کړي.
مودي له ترمپ سره په خپل پلرني ټاټوبي کې ولیدل
تر ۱۷ ساعته سفر وروسته ترمپ د احمد آباد ښار ته ورسید او دا یې د ولسمشر په توګه هند ته لومړی سفر دی. د هند لومړي وزیر نریندر مودي په خپل پلرني ټاټوبي ګجرات ایالت کې د ترمپ او د هغه د میرمنې میلانیا هرکلی وکړ. د دغه سفر هدف د نړۍ د دواړو تر ټولو لويو ديموکراتيکو هيوادونو تر منځ د اړيکو پياوړتيا ده. دغو دواړو هيوادونو په دې وروستيو کې په تجارتي برخه کې يو څه ترينګلتيا سره لرله.
د هرکلي مراسم
په احمد آباد ښار کې ښځو ترمپ ته دودیز هرکلی ووایه.
په نوې لوبغالی کې د زرونو کسانو ګډون
د دغه سفر په ترڅ کې د کریکټ په یوه نوې جوړه شوې لوبغالې کې غونډه نیول شوې وه. د کریکټ ياد لوبغالی د نړۍ تر ټولو ستر دغه ډول يو لوبغالی بلل کيږي. د ۲۲ کيلومترو په اوږدو کې د مودي، ترمپ او لومړۍ مېرمنې مېلانيا عکسونه پر لوحو باندې لګول شوي دي.
د ترمپ پلاوی
د ترمپ لور ایوانکا، زوم یې جیراد کوشنر او د ملي امنیت سلاکار روبرت اوبراین هم په سردار پټیل ګجرات ستدیوم کې د «ترمپ نمستې» یا ښه راغلاست په مراسمو کې ګډون وکړ.
د دغه سفر پر ضد د کیڼ اړخو احتجاجونه
د هند د شمال ختیځ ایالت آسام په ګوهاټي ښار کې د کیڼ اړخو ګوندونو فعالانو د ترمپ د سفر پر ضد لاریونونه وکړل. د نریندر مودي د تابعیت د شخړه ییز نوي قانون پر ضد لاریونونه له آسام څخه پیل شول.
د بې وزلو د جونګړو د پټولو له پاره دیوال
د اټکلونو له مخې احمد آباد ته د ترمپ درې ساعته سفر ښایي ښاري ادارو ته د ۱۳ میلیونه ډالرو په لګښت تمام شي. په دغه څه کې د هغه یوه دیوال جوړول هم شامل دي چې د بې وزلو جونګړې یې تر شا پټې شي.
ټینګ امنیتي تدابیر
د آی ټي سي موریا، پنځه ستوریز هوټل چیرې چې ترمپ پاتیږي، د یوې جنګي کلا بڼه خپله کړې ده. دغه هوټل چې په خوندي دیپلوماتیکه سیمه کې موقعیت لري د عام ولس پر وړاندې تړلی دی او تر ۴۰۰ زیاتې ټولې خونې یې ریزرف شوي دي. د اردو او نیمه ملیشو ځواکونو دغه ځای ته څیرمه پر ټولو سړکونو ګزمې کوي او شا او خوا سیمه کې ځانګړي نخښه ویشتونکي ځای پر ځای شوي دي.
له تاج محل څخه د ترمپ لیدنه
ترمپ او میرمنې یې په آګرا کې له تاج محل څخه هم لیدنه وکړه. د هغوی د سفر دمخه د ۱۷مې پيړۍ د دغه ښکلې مقبرې د پاکولو له پاره ځانګړي چارې ترسره شوې.