هند ته د ترمپ سفر د سختو مظاهرو تر سيوري لاندي راغلی
۱۳۹۸ اسفند ۶, سهشنبهلکه څرنگه چي د انديا اکسپرس په نامه ورځپاڼي خبر ورکړی، د وژل سوو کسانو په منځ کي يو پوليس هم شامل دی. په دغو نښتو کي سل کسان نور ټپيان سوي هم دي. د امريکا ولسمشر ترمپ له دوشنبې ورځي راهيسي د دوو ورځو له پاره د هند په سفر بوخت دی.
د هند د کورنيو چارو وزارت څرگنده کړې ده چي په پلازمينه کي وضعيت په کنترول کي دی. د نوي ډهلي ايالتي صدراعظم ارويند کيجريوال، د دغې اغيزمن سوي اکثريت مسلمان ميشتي سيمي له هندوانو او مسلمانانو څخه غوښتنه کړې چي يو له بل سره سوله ايز وضعيت وساتي. ددغه ستر ښار په شمال ختيځ کي اوباشانو د دوشنبې په ورځ موټرونو او کورونو ته اور واچاوه.
پر سړکونو اخ و ډبونو په مخ پر زياتيدونکي ډول د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د مقابلې شکل نيولی دی.
دغه نوی قانون چي په دسمبر کي تصويب سو له مخي يي له گاونډيو هيوادونو پاکستان، افغانستان او بنگله ديش څخه راغلو غير مسلمانو ته د هند تابعيت ورکول کيږي. منتقدين دا کار د هند له اساسي قانون څخه سرغړونه بولي چي د مذهب بې طرفۍ ته ژمن دي. د نوموړي قانون پر ضد مظاهرو کي تر اوسه، په لسونو کسان وژل سوي دي. ځينو ايالتونه له دې څخه ډډه کړې ده چي نوموړي قانون عملي کړي.
په نوي ډيلي کي د سړکونو پر سر نښتي له يکشنبې ورځي راهيسي هغه وخت پيل سوې چي د هند حکومت پلوو ملي ځواکونو هڅه کوله له اونيو راهيسي د دغه قانون د مخالفينو د ناستي تر يو حده سوله ايز اعتصابونه په زورزياتي سره وټکوي.
د هند اکثريت يعنی اتيا سلنه اوسېدونکي هندوان دي. دوهمه لويه مذهبي ډله مسلمانان دي چي شمير يي څه ناڅه ۱۸۰ ميليونو ته رسيږي.