1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياهندوستان

هند: یو مړ اعلان شوی کس د جسد سوځیدو پرمهال په هوښ راغلی

زمزمه نیازۍ │ فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۳, شنبه

د هند روغتیایی چارواکو اعلان کړی چې یو هندی وګړی مخکې له دې چې جسد یې وسوځول په هوښ راغلی او ژوندی و.زیاته شوې چې یوه ډاکټر یې د ژوند او یا مرګ په هکله معاینات سم نه وو ترسره کړي او هغه یې مړ بللی وو.

https://p.dw.com/p/4nLai
پولیس په دې اړه پلټنې کوي.
ویل کیږي دغه کس د د سوځیدو پر مهال راپورته شو.انځور: DANISH SIDDIQUI/REUTERS

په هندوستان کې ۲۵ کلن روهتاش کمار چې د اورېدو او خبرو کولو ستونزه یې درلوده، تیره پنجشنبه (د نومبر ۲۱) د ناروغۍ له امله د هند په لودیځ د راجستان ایالت جهنجونه روغتون ته لیږدول شوی و.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې په هغه د ایپلیپسي یا «میرګي» حمله راغلې وه او روغتون ته په رسیدو یې یوه ډاکټر مرګ تایېد کړی وو.

خو د دې پر ځای چې ډاکټران یې وروسته له مرګه معاینه وکړي او د مړینې لامل یې معلوم کړي، د نوموړي جسد یې سړې خونې ته لیږدولی و او وروسته یې د هندي مراسمو مطابق د سوځیدو له پاره له سړې خونې ویستلی دی.

د هندیانو د مراسمو مطابق یې باید مړی سوځیدلی وای چې راپورته شو.
دغه کس پرته له کومې معاینې مړ اعلان شوی و.انځور: Niharika KULKARNI/AFP

ډي. سنګ، د روغتون د ډاکټرانو مشر، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې یوه ډاکټر «له اصلي معاینې پرته د معاینې راپور چمتو کړی او مړی د سوځیدو له پاره لیږدول شوی وو.»

سینګ وویل: «دقیقا مخکې له هغې چې جسد وسوځول شي د روهیتاش بدن په حرکت پیل وکړ.» نوموړي وویل: «هغه [روهیتاش] ژوندی و او تنفس یې کوو.»

تر دغې پیښې وروسته روهیتاش کمار بیا ځلي روغتون ته ولیږدول شو خو د جمعې په ورځ (د نوامبر ۲۲مه) یې د درملنې پر مهال مړینه تائید شوه.هندي چارواکو تر دغې پیښې وروسته د دریو ډاکټرانو دندې ځنډولي او پولیسو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

 

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.