هانګ کانګ؛ پخلنځی او تشناب په يوه کوټه کې
آیا فکر کوئ چې پخلنځي، د خوب ځای او تشناب (کمود) دې ټول څنګ په څنګ په يوه تنګه کوټه کې وي؟ په هانګ کانګ کې په لسونو زره خلک په همدا ډول تنګو اپارتمانونو کې سخت ژوند تيروي. دلته يې انځورونه ليدلی او معلومات لوستلای شئ:
د شپې ډوډۍ په تشناب کې
د شپې ديګي يا ډوډۍ له پاره د اړتيا وړ خوراکي مواد له کمود څخه يوازې څو سانتي متره لري په ځمکه ايښودل شوي دي. همدا ډول لوښي هم. د هانګ کانګ په ډيرو کورنو کې ډوډي خوړل او رفع حاجت په همدا ډول په يوه کوچنۍ کوټه کې څنګ په څنګ ترسره کيږي.
د خلکو له نظره لرې ژوند
کانادايي انځورګر بيني لام د بشر حقونو د يوې ملاتړ کوونکې ټولنې په مرسته، د هانګ کانګ په ځينو برخو کې د يو شمير هغو خلکو ژوند په تصوير کې ښودلی دی چې د خلکو له نظره لرې او جلا ژوند کوي.
تنګ ځای
د هانګ کانګ نفوس ۷.۵ ميليونه دی. په دغه ښار کې د انکشافي پروژو له پاره ځمکه نده پاتې. په همدې دليل کورونه او د کورونو کراه په کې د نړۍ د ډيرو ښارونو په پرتله ګرانې دي.
د ژوند کولو له پاره ډير سخت شرايط
د بشر حقونو په چارو کې يو سازمان وايي چې د هانګ کانګ۲۲۰ زره اوسیدونکي د ښار په ۸۸ زره تنګو او کوچنيو آپارتمانونو کې ژوند کوي. د دغو اپارتمانونو اوسيدونکي اړ دي چې په ډير تنګ ځای کې د ژوندانه ټولې اړتياوې په ماهرانه توګه تنظيم او ځای پر ځای کړي.
نرخونه دوه برابره لوړ شوي
د حکومت د احصائې پر اساس، د هانګ کانګ په مرکز کې د اپارتمانونو نرخونه د ۲۰۰۷ کال په پرتله په ۲۰۱۲ کې دوه برابره لوړ ول. د اپارتمان يو متر مربع ځمکه د امريکايي ډالرو له مخې ۱۳ زره او ۹۰۰ ډالره ده.
د يوه تخت په اندازه کوچني اپارتمانونه
يو کس په خپل کرايي تنګ اپارتمان کې پر يو ګډوډ تخت پښې خځولي، په داسې حال کې چې د اوسپنې په يوه قوطې کې پخې لوبيا خوري او تلويزيون ګوري. د دغه شان تنګو اپارتمانونو اوسيدونکي وايي چې په تنګ ځای او قيدې هوا کې له ژوند کولو ستړي شوي دي.
«قفس» او «تابوت» ته ورته اپارتمانونه
انځورګر لام د يو مستند جوړولو په موخه اړ شو چې دوه کاله د هانګ کانګ په يوه پخوانۍ سيمه کې تير کړي دي. په دغه ځای کې د مال دارو او بي وزلو خلکو تر منځ طبقاتي واټن لا هم د ډيريدو په حال کې دی. د «قفس» او «تابوت» په څير کوټو کې ژوند کول، په خپله د دغه ستر توپير يوه ښکار بيلګه ده.
د اوسيدو مناسب ځای نشتون
په احتمالي توګه داسې بريښي چې په دا ډول تنګې فضا کې ژوند کول، د اپارتمان اوسيدونکي به له رواني ناروغيو او فشارونو سره مخ کړي وي. دا په داسې حال کې ده چې ډيری انسانان د کلونو کلونو له پاره په همدې ډول تنګو کرايي اپارتمانونو کې خپل ژوند تيروي. نويو آپارتمانونو له پاره د انتظار موده کوم چې د حکومت له خوا به جوړيږي، پنځه کاله ښودل شوې ده.
«انساني کرامت ته توهين کونکی» حالت
د ملګرو ملتونو سازمان دغه «قفس» او «تابوت» ته ورته آپارتمانونه انساني کرامت ته د يو توهين په توګه ګڼلي دي. خو د هانګ کانګ حکومت ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۲۷م کاله پورې به شاوخوا ۲۸۰ زره نوي اپارتمانونه جوړي. ښايي په دې کار سره به دخلکو ژوند ښه شي.