نېپال کې زلزلې لږ تر لږه ۱۳۲ تنه وژلي
۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبهد زلزلې ټکانونه د هند تر پلازمېنې نوي ډيلي پورې محسوسېدل. د نېپال د کورنيو چارو وزارت په حواله لږ تر لږه ۱۳۲ تنه په دغه زلزله کې وژل شوي دي. د پوليسو په خبره امنيتي ځواکونه د خلکو په ژغورلو بوخت دي.
دا چې زلزله په يوه غرنۍ سيمه کې شوې ده، نو د معلوماتو په لاس راوړل هم سخت دي. په انترنت کې خپره شوې يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې خلک په تياره کې نور کسان د نړېدلو کورونو له کنډوالو راوباسي. د خټو ډېر کورونه ويجاړ شوي چې ژوندي پاتې کسان اوس تر شنه آسمان لاندې شپې تېروي.
د امريکا متحده آيالاتو د زلزلو د څار ادارې په حواله د رېږدېدنې مرکز د ۱۸ کيلومترو په ژورتيا له جمله ښار څخه ۴۲ کيلومتره لېرې د چين تبت سيمې سره جوخت پروت دی.
د نېپال حکومتي مشر پوشپه کمال د شنبې په ورځ يادې سيمې ته سفر وکړ چې ترمخه يې د ايکس په شبکه کې د »ځاني او مادي خساراتو« له کبله خپل »ژور وير« څرګند کړی و. د هند لومړي وزير نرندرا مودي په نېپال کې د اوښتې مرګژوبلې له امله »ژور خپګان« څرګند کړ او له نېپال سره د پيوستون او مرستې اعلان يې وکړ.