نفت په ورځني ژوند کې
نفت د بستو د تړلو، د پاکولو او مينځلو په لوازماتو کې، په تيکو، توشکونو، د موسيقۍ په سی دې ګانو او ان زموږ په ګمنځو او د غاښو په برسونو کې شتون لري او تر هر څه زيات موږ له نايلون او پلاستيک څخه کاراخلو.
په ټوله نړۍ کې هر کال ۳۸۰ ميلونه ټنه پلاستيکي توکې توليديږي. د کا ليفورنیا پوهنتون څيړنې ښيي چې يوازي د دغه پلاستيک نهه سلنې څخه بیا کار اخیستل کيږي. پاتې یې سوځول کيږي، انباريږي او يا هم طبعي چاپيريال ته غورځول کيږي. د کاليفورنيا پوهنتون وړاندوينه کړي چې تر ۲۰۵۰ م کال پورې به په نړۍ کې د نایلون او مصنوعي توکو توليد ۳۴ ميليارد ټنه ته ورسیږي.
لوښې او څو ډول شامپو ګانې،محافظتي مواد، سینګار توکي او د مينځلو مايع له کيماوي صنايعو او نفتو سره تړاو لري او پرې ډير خلک پوهيږي هم . خو بايد پوه شو چې د دغه لوښو محتوا هم نفت دي. د بيلګي په توګه د پاکولو او د لکو له مڼځه وړلو قوي موادو کې نفت شتون لري. هغه څه چې د حساسیت لرونکو انسانانو پوټکي او سږو له پاره حساسیت پيدا کوي او د زهرو په مانا دي.
اروپاي کميسون وايې،چې که چيرې تدابير ورته ونه نيول شي د پلاستيکو سیلاب به چاپيريال له منځه يوسي. د غه مقامات هڅه کوي پلاستيکي لوښې او د څښاک پلاستيکي نيچې په باراز کې منع کړي. يو وار مصرف لوښې که څه ارزانه دي او کار اخیستل ترینه آسان دي،خو ډير ژر په ډيرانونو بدليږي،چې په طبيعت کې نه تجزيه کيږي. اوس په چاپيريال کې ورته خطرونو ته په پام سره له کاغذ څخه د جوړو يو ځل مصرف لوښو توليد کې زياتوالې راغلې.
د آلمان چاپيريال ساتنې سازمان په ټوله اروپا کې آلمانيان د پلاستيکي فضله توکو د تولید سرلارې ګڼي. دا په يو کسیز کورني مصرف پورې تړاو لري. په يو ځل مصرف ګيلاسونو کې په ولاړه قهوه څکل هم ډير زيات دي. په دې وروستيو کې د ګيلاسونو فضله توکو مخ نيوي له پاره په يو لړ نووښتونه شوې. د بيلګې په توګه قهوه رانيونکو ته د (قهوه واخله او ويسه) په نوم گيلاس ورکول کيږي او دوه يورو تضمين ترينه اخیستل کيږي.
په هند کي پلاستيکي فضله توکې يوه جدي ننګونه ده. په نوي ډيلي کې يو ځل مصرف لوښي له قانوني پلوه منع کړاي شوي دي. خو په هند کي د يو نيم ميلون وګړو ژوند د پلاستيکي توکو د راټولو له لاري پر مخ ځي. د دغه ډيرانونو د منځه وړولو له پاره هيڅ کوم جوړښت شتون نه لري. هغه په ډيرې اسانئ سره سوځول کيږي چې دغه کار زهري ګاز توليدوي او روغتيا ته ډير زيان رسوي.
مخکې به لبنيات په ښيښه يي لوښو کې د خلکو لاسو ته رسیدل، چې دا د چاپيريال ساتنې له پاره د پلاستيکی بستو او د لرګیو له قوطيو څخه څو ځلې زيات ګټور وو. خو اوس مصرف کونکې بايد پريکړه وکړي. د شيدو مستې او پنير رانیول په دغه ډول لوښو کې د چاپيريال په ګټه دي او يا تیر وخت ته ورګرځيدل چې په يخچالونو کي کيماوی او فیسلي موادو ځاي شتون نه درلود.
د توشک رانيولو پر مهال ډيرې خبرې په پام کي نيسئ. دا چې توشک جوړښت څه ډول دی، پنبه يې يا سفنجي دی، سپک، فنرلرونکې، د حساسیت ضد او د ملا درد ضد، خو بايد وپوهیږئ چې ډير کله دغه توشکونه د نفتي مشتقاتو او پطرو شيمې، له مصنوعي جوړښتونو څخه رغول شوې وي. .
د نارينه و له پاره دغه تي شرت چې د پليستر او پلي آمید له جنس څخه دې او د پلاستيکو له پاتې شونو رغول شوې. د هر يوه تي شرت توليد له پاره ۲۸ پلاستيکي بوتلونه په کار کيږي. خو بله لار يې دا ده چې نه څوک پلاستيکي بوتلونه واخلي او نه هم پلیستر ټيشرتونه. خو په بازار کې د طبعي پوشاک لکه پنبه، کتان او يا وريښمو بيه لوړه ده، نو پولیستر خلک د بیې کموالې له کبله رانيسي.
غاښونو برس د پلي آمید له کيماوي ترکيب څخه جوړيږي. ان رنګ او د برس زيږوالې يې هم د نفتو او کيماوي توکو څخه په کار اخیستنې سره جوړيږي. که څه هم داسې برسونو هم شته چې له يو ډول لرګي څخه جوړیږي او د برس وهلو ويښتان يې د خوګ دي. خو د قيمت لوړوالي له کبله بازار ته لږ وړاندې کيږی او کم شمير مصرف کونکي لري.
د غاښونو داسي کریم چې غيرې کيماوي دي هم شتون لري، په جوړښت کې د ناريل(کوبرې) له غوړيو او له ميده ذغال سنګ ، نعنا، مالګې، ميوې او له خوشبويه بوټو څخه کار اخیستل شوې. خو دغه بيخي طبعي محصولات پلاستيکی صنعتي پوښونه لري.
په هره"سي دي" يا "دي وي دي" کې ۳۰ ګرامه نفت پراته دي. په کال کې ۴۰ ميلیارده سي دی د کربنات آلومینیوم او کيماوي رنګونو توليد څخه د خلکو ژوند ته او يا هم د فضله توکو سطلونو ته رسيږي. د آلمان د چاپيريال ساتنې سازمان وایې: يوازي له دغه شمير څخه يې پنځه سلنه بيرته تر لاسه کيږي.