مسکو د افغانستان په اړه نړیوالو خبرو کوربتوب کوي
۱۴۰۰ مهر ۱۵, پنجشنبهد افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ولاديمیر پوتين ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د پنجشنبې په ورځ وويل چې مسکو به د اکتوبر مياشتي پر ۲۰ نېټه د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو کوربه وي.
رويټرز لیکي چې د کابلوف دغه څرګندونې د روسیې خبري آژانس خپرې کړي، خو زیاتوي چې هغه پکې د دغې غونډې د اجندا په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي.
روسيې په مارچ میاشت کې هم د افغانستان په اړه د یو نړویوال کنفرانس کوربه وو چې په هغه کې امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان يوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
په هغه اعلاميه کې د افغانستان په جګړه کې له ښکيلو خواوو د سولې یوه تړون ته د رسیدلو او د تاوتريخوالو د کمولو غوښتنه شوې وه.
په اعلاميه کې دغه راز له طالبانو څخه غوښتنه شوې وه چې خپل پسرلني او د دوبي یرغلیز بریدونه ودروي.
خو تر هغه وروسته امریکا متحده ایالاتو او متحدانو يې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو پیل وکړ او طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړ چې نتېجه يې د اګست مياشتي پر ۱۵ نېټه د کابل سقوط وه.