له متقي سره د يوناما د مشرې لیدنه، په کومو مسایلو غږیدلي؟
۱۴۰۲ آذر ۵, یکشنبهد دغه وزارت ویاند حفیظ ضیا احمد پر خپل اکس پاڼه (پخواني ټويټر) لیکلې چې په دغې کتنې کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د جبري اېستنې، له راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو او ځينو خيريه ادارو د مرستو پر څرنګوالي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستي راپور او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.
په دغه ټویټ کې دا هم راغلې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلې: «په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې، نو غوره به وي چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د هڅونې او ملاتړ او د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شويو شتمنيو، او د افغانستان پر خپلو پښو درېدلو په څېر د حادو مسائلو پر حل تمرکز وکړي.»
دا په داسي حال کې ده چې نن متقي په یوې بلې ځانګړې ناستې کې په افغانستان کې د ترکمنستان د سفیر خواجه عوضوف سره هم خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ ضیا احمد په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې دغه کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو په اړه هراړخیزې خبرې شوې دي.
په ورته وخت کې پرون د نومبر پر ۲۵ هم د طالبانو دغه لوړ پوري چارواکې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي ول. د طالبانو له واکمنۍ څخه دووه کاله تیر شوې خو لا هم دغه ډله د نړیوالو له خوا هیڅ ډول رسمیت نلري او تر ټولو لوی لامل هم د ښځو د حقونو نه مراعات کول دي. د نړیوالو د فشارونو سره سره طالبانو لا هم د نجونو او ښځو د کار او زدکړو د بیا پیلیدو په اړه کومه پریکړه نده کړې. د دې تر څنګ د واکمنې ډلې لوړ پوړي چارواکې وایې چې د شریعت سره برابره فضا یې د ښځو او نجونو له پاره برابره کړې ده. له دې سره سره هم نجونې او مېرمنې په عادي ډول ښوونځيو او پوهنتونونو ته نه شي تللی.