1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان مرستندويه ټولنه افغانستان کې کارونو ته دوام ورکوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

د آلمان له «لوږې سره د مبارزې نړيوال سازمان» په پام کې لري چې په اقغانستان خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. دې سازمان تر دې مخه د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز له کبله خپل فعاليت په موقتي ډول ځنډولی وو.

https://p.dw.com/p/4R4kw
Afghanistan Großteil der Bevölkerung leidet unter akutem Hunger
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/IMAGO

له « لوږې سره د مبارزې نړيوال سازمان« غواړي چې د طالبانو له خوا پر بندیزونو سربیره هم په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي. دې سازمان د دوشنبې په ورځ وويل: « طالبانو له خوا د تیر کال د دسمبر په مياشت کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته دغه نړیوالې ټولنې خپلې پروژې په موقت ډول د فبرورۍ تر نيمایي پورې ځنډولې وې».

دغه سازمان زياته کړې چې له طالب چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته، هغوی ډاډ ترلاسه کړی چې له ښځو او نجونو سره د مرستو له پاره کوم خنډ نه رامنځ ته کيږي.

افغانستان،کابل، روغتون او د سينه بغل ناروغي
انځور: Ali Khara/REUTERS

په افغانستان کې طالبان د  ۲۰۲۱ م کال د اگست میاشتې راهیسی واک ته رسیدلي دي. کله چې هغوی په مرسته رسوونکو سازمانونو کې د يو څو سيمو پرته، پر ښځو د کار کولو بنديز ولگوو، نو د نړيوالو له سختو انتقادونو سره مخ شول. د دې په پايله کې زياتو سازمانونو خپلې ډيرې پروژې په موقت ډول ودرولې.

له «لوږې سره د مبارزې نړيوال سازمان« په افغانستان کې د بشري مرستو د کميدو په اړه اندیښنه لري. د دې سازمان په وینا تر اوسه پورې د هغو پېسو يوازې پنځه سلنه تامین شوي دي چې په ۲۰۲۳م کال کې ورته «د نړيوالو مرستو بندیز، د افغانستان کړکېچ نور ژوروي»د مرستو له پاره اړتيا ده.

«د نړيوالو مرستو بندیز، د افغانستان کړکېچ نور ژوروي»

په آلمان کې د دې سازمان عمومي منشی ماتياس موگه وويل: «ولږه او او فقر د هيرولو له گواښ سره مخ دي، ځکه په حقيقت کي د [افغانستان] دي فاکتو حکومت د ښځو د کار د بندیز پر خپل دريځ ولاړ دی او نړۍ له يو شمير بشري بحرانونو سره مخامخ ده.»

د م.م. يوه بل پلاوي له طالبانو سره خپلي اندېښنې شريکي کړي

د ملگرو ملتونو سازمان فعاليتونه هم د روان کال اپريل مياشت راهيسې د وضع شویو مقراراتو له کبله اغیزمن شوي، خو په وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د خلکو د اړتياو له امله غواړي په دغه هېواد کې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېریش د معلوماتو په حواله، افغانستان په نړيواله کچه له ستر بشري ناورين سره مخ دی.