له اوکراین څخه په غلجاتو بار دوو نورو کښتیو حرکت کړی
۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبهد یاد وزارت په خبره، د باربادوس بیرغ لرونکې کښتۍ، فولمر ایس، چې په کې ۱۲ زره ټنه جوار بار دي د اوکراین د کورنومورسک بندر څخه د ترکېې سويلي ایالت اسکندرون پر لور وخوځيده.
بله کښتۍ چې د مارشل جزیرې بیرغ لرونکې ده هم له ياد بندر څخه حرکت کړی او د ترکېې تکیرداغ ولایت پر لور روانه شوې ده. د رويټرز په حواله په دغه کښتۍ کې ۳زره ټنه د لمر مخي ګل زړي بار دي.
د ترکېې د دفاع وزارت په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې د شنبې په ورځ به له ترکېې څخه نورې کښتۍ په اوکراين کې د غلو د اخیستلو په مقصد اوکراین پر لور روانې شي.
د اوکراین د زیربناو وزارت د شنبې په ورځ وويل چې تر اوسه پورې په ۱۶ کښتيو کې ۴۵۰زره ټنه غله جات او نور کرهڼيز محصولات صادر شوي دي.
په اوکراین کې د روسېې پوځي یرغل سره په میلیونونو ټنه غله په دغه هیواد کې بنده پاتې شوه. روسېې او اوکراین تیره میاشت په استانبول کې د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې يې صادرات بیرته پيل شول.