له القاعدې سره د يوې ډلي د يوځای کېدو اعلان
۱۳۹۲ فروردین ۲۶, دوشنبهد سوريې ايتلاف له دوستو هيوادونو څخه ۱۱ هيوادونه به د شنبې په ورځ (د اپريل۲۰) په ستانبول کي سره راټول سي. د دې ترمخه په سوريه کي د «النصره جبهه» چي د بشارالاسد رژيم د ختمولو تلاښ کوي د اپريل پر لسمه د القاعدې د مشر ايمن الظواهري سره د يووالي اعلان کړی وو.
يوه دولتي چارواکي چي د استانبول په غونډه کي گډون کوي وويل: «دغه ليدنه کتنه په سوريه کي د النصره جبهې او نورو وسله والو ډلو د وروستيو تحولاتو تر سيوري لاندي راغلې ده. نړيواله ټولنه بايد د القاعدې و نوو گواښوونو ته په کتو سره د سورې کړکېچ ته ډير ژر يوه سوله ييزه لار پيدا کړي.»
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په سوريه کي کورنيو جنگونو تر اوسه پوري د نزدې ۷۰ زرو انسانانو ژوند اخيستی دئ.
په سوريه کي د «النصره جبهې» پرختگ غربي قدرتونه اندېښمن کړي دي. هغوی غواړي چي پر سوريې باندي د اسد کورنۍ ۴۳ کلني واکمنۍ ته خاتمه ورکړي، خو نه غواړي چي په دغه هيواد کي پوځي مداخله وکړي.
ديپلوماتان وايي، چي دوی به د استانبول په غونډه کي پر دې باندي خبري وکړي، چي څه ډول پر اسد باندي فشار راولي تر څو د خبرو اترو لار ومني.
د سياسي حالاتو د څارونکو د معلوماتو له مخي، په دغه غونډه کي چي ترکيه ئې کوربه ده، د مصر، اردن، متحد عربي امارات، قطر او د سعودي عربستان چارواکي گډون پکښې کوي.
په دغه غونډه کي به له غربي هيوادنو څخه د امریکا متحده ايالات، بريتانيا، آلمان، ايتاليا او فرانسه هم گډون وکړي.
په سوريه کي د ياغيانو ډلو چي په هغه کي د «النصره جبهه» او «احرار الشمس» راځي په دې وروستيو کي يو لړ پرمختگونه کړي دي. دوې مياشتي دمخه هغوی د سوريې په ختيځ کي د رقه ښار ونيو.
دغه راز د پوځي چارواکو د معلوماتو له مخي د «النصره جبهې» په درعا ولايت کي هم خپل نفوذ پراخ کړی دئ.
د سوريې ملي ايتلاف د يکشنبې په ورځ په يوه خپره کړې بيانيه کي وويل، چي له القاعدې سره د النصره جبهې يو ځای کېدل «د سوريې د خلکو د غوښتنو او انقلاب له هدفونو سره په تناقض کي دي.»
خو په وينا پاڼه کي دا هم ويل سوي دي، چي دغه ډله بايد له پامه و نه ايستل سي.