لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د ننګرهار په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي
د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د يوه پخواني ولسوال ولي ګل د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې. د رويټرز خبري اژانس په حواله په دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۵ انسانان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ویلي دي چاودنه د هغو خلکو په منځ کې شوې ده چې د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړی وو. چاودنه په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي رموټ کنترول بم په وسیله رامنځته شوې.
د نوي کال په مناسبت د میرکل وینا
د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل د نوي کال په مناسبت خپل پیغام کې آلمانان لا زیات یوالي او پیوستون ته ور وبلل. میرکل وویل چې مخکې تر دې د آلمان د وضعیت په اړه هیڅ کله هم دومره د نظرونو توپير نه وو موجود لکه اوس چې دی. د بیلګې په توګه د سیاسي پرمختیا، ټولنیزو مسائلو او مهاجرت په موضوګانو کې نظرونه ډیر توپير لري چې دې کار ډیر خلک اندیښمن کړي دي.
رسنۍ: د ايران مظاهرو کې دوه تنه وژل شوي
په ايران کې د دولت ضد احتجاجونو په جريان کې دوه تنه وژل شوي دي. ويل کيږي چې دغه دوه سړي د دُرود په ښار کې د نښتو پر وخت وژل شوي دي. دغه خبره د دغې سيمې مرستيال والي په دولتي تلويزيون کې کړې ده. د يوه امنيتي مسوول د څرګندونو په حواله د ايران پوليس په دغه پېښه کې ښکېل نه دي، بلکې داسې شواهد شته چې د داعش تروريستي ډله پکې نقش لري. دغه ادعا د ايراني رسنيو په حواله شوې ده.
ګابريل له شمالي کوريا څخه د اتومي ځواک په توګه خبرداری ورکړ
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، زيګمار ګابريل، خبرداری ورکړ چې دا حالت دې ونه زغمل شي چې شمالي کوريا اتومي قدرت جوړ شي. ګابريل د فونکه ګروپ ورځپاڼو ته وويل که شمالي کوريا اتومي وسلې لاس ته وروړي او نوره دنيا ورته فقط وګوري، به وضعيت «ډېر خطرناک» شي. نور هېوادونه کېدای شي د ګابريل په خبره بيا هم په دغه لاره باندې پل کښېږدي. په عين وخت کې ګابريل د شخړې له نظامي حل څخه خبرداری ورکړ.
يو ځل بيا مکسيکو کې ځايي سياستوال وژل شوی دی
ناڅرګندو کسانو په مکسيکو کې يو ځل بيا يو ځايي سياستوال وژلی دی. د دموکرات انقلاب په نوم په چپي ګوند پورې اړه لرونکی ښاروال، ګابريل هېرناندز آرياس، په خپل کور کې د تباسکو په نوم آيالت کې په چاړه وژل شوی دی. دغه خبره ځايي چارواکو وکړه. د آرياس په وژنې سره د دريو ورځو په ترڅ کې په دريم ځل د دموکرات انقلاب د ګوند يو سياستوال وژل کيږي. يوه ورځ مخکې د خاليسکو آيالت يو استازی په خپل موټر کې ووژل شوی وو.
یونان ترکي مهاجر عسکرو ته پناهندګي نه ورکوي
د یونان حکومت غواړي له هغه ترکي افسر څخه سیاسي پناهندګي بیرته واخلي چې د ۲۰۱۶ په نیمایې کې په ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته یې یونان ته پناه وړې وه او هلته یې پناهندګي ترلاسه کړې وه. د یونان د لومړي وزیر الکسس سپراس یو وار بیا په واضح ډول ټینګار وکړ چې په کودتا کې ښکیلو کسانو ته په یونان کې ښه راغلاست نه ویل کیږي.