لس ډیري ښې الماني سینمايي هنرمندانې
که هغه هانه لوره اېلزنر، رومي شنایدر، یولیاېنچ او یا نینا هوز دي، د جرمني سینما په تیرو لسیزو کي ډیري ښې سینمايي هنرمندانې روزلي دي. دلته د هغوی لس ډیري ښې هنرمندانې معرفي کوو
لسم ځای: یوهانه ؤکالیک
یوهانه ؤکالیک په مختلفو فلمو کي د اصلي هنرمندې په توگه رول بازي کړی دی ، چي ډیر مشهور یې د اصلي ترورریستې، عقلي او عصبی ناروغې، او عیسوي کلیسا د مشرې (پاپ) فلمونه دي. دا چي په ۱۹۷۵م کال کي زیږیدلې ده، خپل هنري کارونه یې د تیاتر څخه شروع کړه او تر نن ورځي پوري د سینما تر څنگ په تیاتر کي هم کار کوي.
نهم ځای: هانه لوره اېلزنر
هانه لوره اېلزنر دډیره وخته څخه هنري فعالیتونه لري: په ۱۹۵۹ م کال کي دې د فریدي کوین تر څنگ رول ادأ کړ. تر هغه راوروسته دا په عادي رولونو کي راښکاره کیدله. خو وروسته یې کرا کرار رول سمیدی. په ۲۰۰۰ م کال کي د لیکوالې «هانه فلاندرس» په رول کي تر ټولو ښه وځلیده.
اتم ځای: کورینا هارفوخ
کورینا هارفوخ په شرقي المان کي د تیاتر ډیره ښه هنرمنده وه. ددواړو المانونو تر بیرته یوکیدو او دیوال ترنړیدو وروسته یې د جرمني سینما ته لار پیدا کړه. د«سقوط»،«عطر» او «په ژمي کی یو کال» فلم کي یې د غمجني مور په حیث ډیر ښه رول بازي کړی دی.
اوم ځای: کورولینه هیرفورت
کورولینه هیرفورت چي په ۱۹۸۴ م کال کي په برلین کي زیږیدلې ده، د«عطر» او «په ژمي کی یو کال» فلمونه یې دډیرو ښو فلمونو د جملې څخه دي. دا د لسو کلونو راهیسي په فلمو کي کار کوي او په دې وروستیو وختونو د جرمني په سینماکي ډیره مشهوره سوې ده.
شپږم ځای:کاترینا شویتلر
کاترینا شویتلر داسي هنرمنده ده ، چي نه یوازي په سینمايی فلمونو ، بلکه په ټلویزوني فلمونو او هم تیاتر کي کار کوي او په ټولو کي ډیره کامیابه ده.
پنځم ځای: یولیاېنچ
یولیاېنچ په مختلفو الماني فلمونو کي د یوې کامیابي هنرندي په توگه کار کړی دی ، چي مشهوره یې «سخت کلونه تیر سول» دی .هغې په ۲۰۰۸ م کال کي په یوه پولینډی فلم هم کار کړی دی.
څلورم:نینا هُوز
نینا هُوز د تیاتر او سینما تر منځ کار تقسیموي او په ډیر احتیاط او مهارت سره ورکړل سوي رولونه ادأ کوي. ددې مشهوره فلمونه«ېلا»،«ېریشو» ، «باربرا» او «فوینیکس» دي.
دریم ځای: مارلینه دیتریش،هیلده گارد کنېف،رومي شنایدر
دغه درې د مختلفو نسلو ښې هنرمندانې د جرمني په سینماکي دریم مقام حاصل کړی دی. دیتریش یوه نړیواله هنرمنده وه، کنېف تر دوهم عمومي جنگ وروسته فلمونو کي ډیره ښه وځلیده او شنایدر د فرانسویانو زړونه هم یووړل.
دوهم ځای: باربرا سوکووا
باربرا سوکووا د جرمني د سینما ډیر مشهوره هنرمنده ده او په مختلفو فلمونولکه،«میڅ»،برلین الکساندر میدان»، «لولا»،«روزا لوکسیمبورگ » او نور کي یې ډیر ښه او کامیابه رول ادأ کړی دی.
اول ځای: مارتینا گیډیک
دغه اول مقام درلودونکې هنرمنده په مونشن کي زیږیدلې ده او کولای سی، مختلف رولونه پر غاړه واخلي. په لمړي سر کي یې په ټلویزوني فلمونو او صحنو کي کار کاوه او د ۱۹۹۰ مو کلونو په نیمايی کي یې په سینمايي فلمونو کي کار شروع او ډیر شهرت ته ورسیدله.