عمران خان یو وار بیا د ژوند په ډگر کې یوازې شو
د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر او د دغه هیواد د کرکیټ لوبډلې پخوانې کپتان عمران خان له خپلې دویمې میرمنې څخه هم جلا شوې دی. د څو میاشتو راهیسې په دې هکله په پاکستاني رسنیو کې اوازې وي.
یوازې لس میاشتې
عمران خان د روان کال په جنوري میاشت کې له ریحام خان سره واده کړې وو. د دوی تر منځ نکاح یا د دوی پيوستون یوازې لس میاشتې دوام وکړ. عمران خان له خپلې لومړۍ میرمنې جمائما سره تر جلا کیدو نږدې ۱۱ کاله وروسته دویم واده کړې وو.
دا د ریحام خان هم دویم واده وو
۴۱ کلنه ریحام خان له خپل اول میړه څخه یو زوی او دوه لوڼې درلودې. دوی دری واړه په بریتانیا کې میشت دي. ریحام خان څو کاله مخکې له خپل لومړي میړه (اعجاز رحمن چې د عصابو ډاکټر وو) څخه جلا شوې وه.
عمران خان په تویتر کې
عمران خان په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې هغه د ریحام خان ډیر عزت کوي او دا خبره هغه یعنې عمران خان او ریحام خان او د دوی دواړو کورنیو ته ډیر تکلیف ورکونکې ده. نوموړي د طلاق په مسائله کې د پيسو د راکړې ورکړې په هکله اوازې په ډیرې سختۍ سره رد کړي دي. هغه لیکلي دي: « د مهربانۍ له مخې په دې هکله له هر ډول قیاس کولو څخه ډډه وکړئ»
ریحام خان چیرته ده؟
سرچینو ویلي دي چې ریحام خان اوسمهال د انگلستان په برمنگهم ښار کې ده. ریحام خان په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «مونږ د خپلو لارو جلا کولو د پریکړې له امله طلاق ته رجوع کړې ده.»
له جمائما خان سره لومړی واده
عمران خان په ۱۹۹۵ کال کې د بریتانوي سوداگر جیمز گولډ سمته، له لور جمائما سره واده کړې وو. وروسته له ۹ کلونو څخه په ۲۰۰۴ کال کې د دوی تر منځ طلاق واقع شو. عمران خان له خپلې لومړۍ میرمنې څخه دوه زامن لري چې اوس دواړه یې له خپلې مور سره په لندن کې اوسیږي.
د دویم واده پریکړه
عمران خان وایې چې د دویم واده موضوع د اولاد له امله حساسه وي. هغه د خپلو ماشومانو له کبله ۱۰ کاله د واده په هکله هیڅ فکر نه وو کړې، خو اوس یې د خپلو اولادونو اعتماد ترلاسه کړی دی.
د ریحام خان ژورنالستیکي مصروفیتونه
ریحام خان د پاکستان د خیبر پختونخوا د پيښور ښار اوسیدونکې ده. هغه د بي بي سي له نړیوالې رسنۍ سربیره له مختلفو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. ویل کیږي چې له عمران خان سره تر یوې مرکې وروسته دوی یو له بل سره ډیر نږدې شول.
د طلاق اوازې
د تیرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د عمران خان او ریحام خان تر منځ د جلا کیدو په هکله اوازې خپرې شوې وې. د سرچینو د رپوټونو په حواله د عمران خان په گونډي کارونو کې د ریحام خان مداخله د دوی تر منځ د طلاق د واقع کیدو یو مهم لامل جوړ شوې وو.
د تحریک انصاف گوند له خوا د طلاق تائيد
د پاکستان د تحریک انصاف گوند ویاند نعیم الحق د طلاق د خبر په تائيدولو سره ویلي دي چې د طلاق پریکړه د عمران خان او ریحام خان دواړو په خوښه د جمعې په ورځ(۳۰ اکتوبر) شوې ده.