1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په لومړي ځل پر يوه نارينه د «قذف» حکم عملي کړی

۱۴۰۳ آذر ۷, چهارشنبه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې يو سړی یې د «قذف» يا دروغو شهادت ورکولو په تور د ۸۰ درو په جزا محکوم کړی دی. د ياد کس جزا د پروان ولايت په يوه ورزشي لوبغالي کې عملي شوې ده.

https://p.dw.com/p/4nTrn
 د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته په دریو کلنو کې په سلونه ښځې او نارینه د بیلابیلو تورونو له امله په عام محضر کې په  درو وهل شوي دي،
د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته په دریو کلنو کې په سلونه ښځې او نارینه د بیلابیلو تورونو له امله په عام محضر کې په  درو وهل شوي دي،انځور: Mario Tama/Getty Images

د لومړي ځل له پاره د طالبانو حاکمي ادارې، نن چهار شنبه د (د ۲۰۲۴م کال د نومبر ۲۷مه) د قذف یا دروغو شهادت ورکولو په تور یو کس په پروان ولایت کې محاکمه کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبر پاڼي په خپرولو سره ویلې چې، یاد شخص پر بل سړي د زنا تور لګولی وو، خو په محکمه کې یې خپله دغه ادعا ثابته نه کړای شوه.

په دغه خبر پاڼه کې راغلې چې، دعوه کونکی د « قذف زنا» په جرم د طالبانو د ادارې د درې کسیزې محکمې د حکم پر اساس ۸۰ دورې وهل شوی دی.

خبر پاڼه دا هم کاږي چې، دغه حکم د طالب ډلي د مشر ملا هئبت الله له منظورۍ وروسته صادر شوی او نن چهار شنبه د پروان ولایت په ورزشي لوبغالي کې د سترې محکمې د رييس، سيمه ييزو طالب چارواکو او يو شمېر خلکو په حضور کې د ۸۰ درو په وهلو سره عملي شوی دی.
تر دې دمخه تر اوسه د دې ډلې له خوا د «قذف» د حکم خبر نه و ورکړل شوی.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته په دریو کلنو کې په سلونه ښځې او نارینه د بیلابیلو تورونو له امله په عام محضر کې په  درو وهل شوي دي، او ددې تر څنګ د قصاص حکم هم په شپږو قضیو کې جارې شوی دی.

که څه هم نړیوالې ټولنې او د حقوقي چارو کارپوهانو تل د مدافع وکیل او قانوني محاکمې ته له لاسرسي پرته د تورنو مجازات غندلي او د بشري حقونو له اصولو سره یې په ټکر کې ګڼي، خو طالبانو دغو غبرګونونو ته هېڅ پام نه دی کړی. بلکې د خپل مشر د امر په تعقیبولو سره یې تورن کسانو باندي په عام محضر کې حکم عملي کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې  سږ کال د طالبانو له خوا دا ډول مجازات په بې ساري ډول زیات شوي دي.