شمالي کوریا غواړي نوري اتومي ازمویني وکړي
۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعهد شمالي کوریا دولتي خبري آژانس «کي سي ان اې» په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې کیم ویلي دي چې د نورو اتومي ازموینو موخه د یوې اتومي حملې له پاره د دغه هیواد وړتیا ښه کول دي.
د دغه خبري آژانس په وینا کیم دغه څرگندونې د یوه بل بالستیک یا قاره یي توغندي د توغولو پر مهال کړي دي. خو په رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چې دغه ازموینه څه وخت تر سره شوې ده.
په همدې روانه اوونۍ کې شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکو دوو توغندیو ازموینه تر سره کړه، چې تر ۵۰۰ کیلومترو واټن وهلو وروسته په سمندرگي کې ولوېده. جنوبي کوریا د کیم دغه نوی اعلان بې سنجشه بللی دی.
په عین وخت کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د شمالي کوریا پر حکومت غږ کړی دی چې په عاجل ډول خپل بې ثباته کوونکو اقدامات ختم کړي. د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په نیویارک کې ویلي دي چې بانکي مون د کوریا په نیمه ټاپو کې د وضعیت په هکله خپله ژوره انديښنه څرگنده کړې ده.
بندیزونه – اتومي ازموینه – بندیزونه
د ملگرو ملتونو امنیت شورا یوه اوونۍ تر مخه د شمالي کوریا له خوا د یوې اتومې ازموینې په غبرگون کې د دغه کمونستي هیواد پر وړاندي خپل بندیزونه لا پسې سخت کړل. په نوو بندیزونو کې پر نورو سربیره شمالي کوریا ته د تلونکو او راتلونکو ټولو کښتیو کنترولول شامل دي.
شمالي کوریا خپله وروستۍ اتومي ازموینه د جنورۍ مياشتي پر شپږمه نېټه تر سره کړه. تر هغې یوه میاشت وروسته شمالي کوريا د لیري واټن ویشتونکی توغندی وازمایه.
دواړه ازمویني د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه وه. خو د پیونگ حکومت بیا برعکس څرگندوني وکړې او ویې ویل د توغندي توغول د دوی د مشروع فضايي پروگرام برخه ده.
د اتومي پروگرام د شخړې په ترڅ کې شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ له سویلي کوریا سره خپل ټولي باقې پاته اقتصادي اړیکي هم قطع کړې. پر دې سربیره شمالي کوریا د جنوبي کوریا د ټولو شتمنیو د ضبطولو اعلان هم وکړ.