شمالي کوريا بيا بالستيک توغندی آزمويلی
۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبهشمالي کوريا د نړيوالي ټولني خبرداريو ته په نه پام لرني سره د دوشنبې په سهار (۲۰۱۷م کال د مارچ ۶ نيټه) يو وار بيا يو بل توغندی آزمويلی. د جاپان لومړي وزیر شيزو ابی، په ټوکيو کې وويل چې څلور بالسټيک راکټونه «کابو په يو وار» د جاپان د سمندرګي پر لور توغول شوي دي. ده زياته کړه دا ډول ګام «زموږ د هيواد امنيت ته جدي ګواښ دی.»
جنوبي کوريا هم تائید کړې چې شمالي کوريا «يو شمیر» توغندي توغولي دي. په سيويل کې د دفاع وزارت د معلوماتو په حواله دا توغندي تر « تقريباً ۱۰۰۰ کيلومتر» واټن وهلای شي. ويل شوي چې جنوبي کوريا او د امريکا متحد ايالات دمګړۍ دوی ته د رسيدلو معلوماتو په اړه ارزونه کوي.
ويل شوي چې دا راکټونه د «تونګچانګ ري» له سيمې څخه چې د توغنديو د آزمویني مرکز پکښې پروت دی، توغول شوي دي. د جنوبي کوريا لومړي وزیر هوانګ کيو آن، د ملي امنيت جرګه ګۍ بیړنۍ غونډه رابللې ده.
بې اغېزې بندیزونه
د شمالي کوريا مشرتابه د فيبرورۍ میاشتې په نيمايي کې د منځني واټن يوه توغندي کاميابه آزموينه ترسره کړې وه. د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا آزمويني په يوه خوله د ملګرو ملتونو له پريکړو څخه د «جدي سرغړونو» په توګه غندلې وه او پر دغه هيواد یې د بالستيک توغنديو آزمويلو بندیز لګولی وو.
خو تير کال لا شمالي کوريا د دوو اټومي آزموينو او يو شمير توغنديو په توغولو سره نړيواله ټولنه تحريک کړې وه. په ۲۰۰۶م کال کې له لومړۍ آزمويني راهيسې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په شپږو پړاونو کې پر دغه هيواد بندیزونه لګولي، خو ټول بې اغیزې پاته دي.
د مارچ له لومړۍ نيټې راهيسې امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا پخپلو کلنيو شريکو پوځي مانورو لاس پورې کړې دی. شمالي کوريا دې تمرينونو ته د کوريا پر ټاپو وزمه جنګ ته د چمتووالي د نيولو په سترګه ګوري او په مقابل کې یې د «غچ اخيستونکو ګامونو» اخيستلو ګواښ کوي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: