سړه هوا کله انسان وژني ؟
۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبهد ۳۶،۵ او ۳۷ سانتې گرادو ترمنځ تودوښه زموږ د بدن له پاره تر ټولو مناسبه او مطلوبه ده او بدن پکښې په سمه توگه کار کوي. د ميتابوليزم پروسه او همدا راز زموږ د بدن غړي د تودوښې په دې درجې پوړې تړلي دي. د بدن په مرکزي غړو کې زړه، سږي او ماغزه تر ټولو مهم دي. په اصطلاح د بدن په کاسه کې بيا پښې، لاسونه او د بدن پوست شامل دی.
د بدن ترموستات
دا چې زموږ د بدن حرارت سم دی او که نه بدن یې د ريسپيترز يا هغه حجرات چې معلومات مغز ته انتقالوي، له لارې معلوموي. که چېرې تودوښه کميږي، بدن د ميتابولیزم يا د خوراک په انرژۍ د بدلولو د پروسې د فعالولو هڅه کوي څو بيلانس وساتي.
د ميتالوليزم پروسه بدن تغذيه کوي. دا زمينه برابروي چې خوراکي مواد تجزیه شي حجرې یې غذايي مواد وکاروي او په انرژۍ یې بدل کړای شي. سربيره پر دې ميتابوليزم زموږ بدن گرموي. که چيرې ساړه وي نو بدن مو زياتې انرژۍ ته اړتيا لري. په سړه هوا کې رگونه تنگيږي څو ډېره گرمي ضايع نه شي.
يوازې يو تفاوت
خو کله چې حجراتو ته وينه نه رسيږي نو حجرې وچيږي او په آسانۍ سره ماتيږي. دغه وخت زموږ بدن په درد کولو پېل کوي. لومړی مو گوتې، پزه او غوږونه درد کوي. که بدن نور هم يخ شي بيا د مهمو غړيو وار رسيږي: زړه، سږي او ماغزه. کله چې د بدن د تودوښې درجه ډېره ټيټه وي نو د دې غړيو فعاليت هم محدوديږي. کله چې د بدن د تودوښې کچه د نورمالې څخه دوه درجې ټيټيږي، بدن مو تر خطرناکې کچې يخيږي.
په دغه حالت کې بدن د خپل ځان د ساتلو له پاره نور په چټکې سره کار کوي. عضلات فعاليږي او ټول بدن په لړزيدو پېل کوي.
جدي گواښ
کله چې د بدن د حرارت درجه ۳۲ ته کښته شي، بدن مو لړزيدل دروي. خو دا ښه نخښه نه ده. دا د دې ښکاروندي کوي چې بدن مو اوس د لړزيدو له پاره اړينه انرژي هم نه لري. مغز او عصب سنگالونه نه انتقالوي او لاسونه او پښې بې حسه کيږي. په دې حالت کې د بدن درد په کراريږي خو انسان نور ځان ته حرکت نه شي ورکولی.
سړی په دې حالت کې خبرې هم نه شي کولی. کنگس کيږي او وار په وار د زمان او مکان د پيژندو وړتيا له لاسه ورکوي. په دې وخت کې بدن د سپما حالت ته ځي او په دې توگه خپل بيړنی پروگرام په لاره اچوي. خو دغه پروگرام هم لږ وروسته کار پريږدي.
له الکهولو سره بايد اختېاط وشي
څوک چې دا فکر کوي چې د الکهولو په څښلو سره به له ځان سره مرسته وکړي، سهوه کوي. په لومړي سر کې د الکهولو په څښلو سره سړی داسې فکر کوي چې بدن یې له دننه گرميږي. د دې علت دا دی چې الکهول رگونه پراخوي. بدن گرمه وينه پمپوي خو دغه رگونو همدومره ژر بيرته يخيږي هم. سړی د بدن پر پوست گرمي احساسوي خو دننه بدن ډېر يخ وي. د بدن غړيو ته وينه نه رسيږي او حرارت یې کميږي. منفي درجه د بدن فعاليت په ټپه دروي او د تودوښې د درجې د ټيټيدو سره له جدي گواښ سره مخامخيږي.
بې حسه کيدل
کله چې د بدن تودوښه تر ۲۹،۵ سانتې گراد کښته شي، ماغزه کار پريږدي. انسان د بې هوښۍ حالت ته ځي او د ژوند او مرگ ترمنځ حالت کې وي. د زړه فعاليت کميږي: په دقيقه کې د ۶۰ واره درزیدو پر ځای يوازې يو يا دوه ځلي درزيږي. وينه نوره چټکه نه پمپيږي او د ساړو يا يخنۍ مرگ ډېر نژدې وي. خو دا چې د يخنۍ مرگ «آرام يا نرم» مرگ وي او که څنگه، ساينس پوهان په دې اړه همنظري نه دي.
زموږ له آرشيف څخه: