1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنجې دت له زندانه آزاد شو

د دویچه ویله د اردو څانګه۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

د باليووډ مشهوره فلمي ستوری سنجې دت د پنجشنبې په ورځ د پونې له زندان څخه آزاد شو. هغه د منع کړای شویو وسلو د ساتلو پر تور په پنځه کلن بند محکوم شوی وو خو د ښه چلن له کبله هغه تر څلور کاله بند تیرولو وروسته آزاد شو.

https://p.dw.com/p/1I1YZ
انځور: Eros International

سنجې دت د پنجشنې په ورځ د هند لویدیځ ښار پونې له عمومي زندان څخه آزاد شو. هغه تر آزادیدو وروسته لومړی ځمکه ښکل کړه او بیا یې د مخه ښې له پار زندان ته د رخصتۍ سلامي وکړه او له هغه ځای په موټر کې د هوایي ډگر پر لور روان شو. په هوايي ډگر کې له خبریالانو سره د خبرو اترو پر مهال نوموړي ۵۶ کلن وویل چې هغه د خپلو مینه والو او خپلو خپلوانو د نیکو هیلو او دعاگانو په برکت آزاد شوی دی. هغه وویل چې له زندانه آزادیدل آسانه کار نه دی.

سنجې دت ته په ۲۰۰۶م کال کې د منع شویو وسلو د ساتلو له کبله د شپږو کلنو د بند سزا اورل شوې وه. پر هغه باندې تور وو چې دغه وسله هغه ته د ۱۹۹۳م کال د ممبې په بمي چاودنې کې د ښکیلې ډلې له لوري ورکړل شوي وي. سنجې دت په ۲۰۰۷م کال کې یو نیم کال بند کې تیر کړی وو چې تمیز محکمې ته د عریضې وړاندې کولو وروسته په ضمانت پریښول شو.

د ۲۰۱۳م کال په مارچ میاشتې کې د دغه هیواد سترې محکمې د لومړنۍ محکمې پریکړه سمه وبلله او د هغه وروستۍ عریضه یې هم رد کړه. خو محکمې پر هغه باندې دا مهرباني وکړه چې د هغه بند یې له شپږو کلونو څخه پنځو ته راټیټ کړ.

د سترې محکمې له لوري د عریضي تر ردیدو وروسته سنجې دت بیا زندان ته ولاړ، څو خپله پاتې درې نیم کلنه سزا بشپړه کړي. خو اوس هغه د ښه چال چلن له کبله اته میاشتې مخکې آزاد شو. په هند کې ځیني مدني فعالان وخت تر مخه د هغه پر آزادیدو باندې نیوکه کوي او وایي چې سنجې دت ته په زندان کې هم مراعات کیده. دا خبره هم د یادولو وړ ده چې د خپلې سزا د تیرولو پر مهال هم هغه څو وارې د خپلو نیمگړو فلمونو د صحنو د بشپړولو له پاره له زندان څخه راوتلی دی.

د رپوټونو له مخې له وخته تر مخه د سنجې دت د آزادیدو پر ضد د ممبې په لوړه محکمه کې یوه عریضه هم شوې ده. په دغه عریضه کې له محمکې څخه غوښتل شوي دي چې د سنجې دت، په سزا کې د کموالی غیر قانوني وگرځوي او هغه دې بیرته زندان ته واستول شي او یا دې د نورو بندیانو سزا هم راکمه کړل شي.

له بل اړخه د مهاراشتر د ایالتي حکومت وکیلان وایي چې د سنجې دت، آزادیدل یو عادي کار دی او پکښې هیڅ غیر عادي څه نه لیدل کیږي.