سرچینه: رونالدو به په سعودي عربستان کې ۴۰۰ میلیونه یورو وګټي
۱۴۰۱ دی ۲۰, سهشنبهپرتګالی ۳۷ کلن سوپر سټار رونالډو چې تېره اوونۍ په ریاض کې د النصر زرګونو مینه والو ته ور وپېژندل شو، تر ټولو مشهور لوبغاړی دی چې د سعودي عربستان له یوه کلب سره یې تړون لاسلیک کړی دی.
د تیلو بډایه هیواد سعودي عربستان له مصر او یونان سره یوځای هڅه کوي چې په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړیوال جام کوربه توب وکړي. په دغو هڅو کې به رونالډ د سعودي عربستان له پاره د فوټبال د سفیر رول ولوبوي او عاید به یې تر ۴۰۰ میلیونو یورو زیات شي.
اړوند مطلب: کریستیانو رونالدو د سعودي عربستان ټیم ته اوښتی
له سعودي عربستان سره د رونالډو د تړون سره اشنا دغه سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «رونالدو ته به د دې قرارداد له پاره ۲۰۰ میلیونه یورو ورکړل شي.»
سرچینه زیاتوي: «هغه [رونالډو] به په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړیوال جام کوربه توب له پاره د سعودي عربستان سفیر وي او په بدل کې به یې ۲۰۰ میلیون یورو ترلاسه کړي.»
د مانچستر یونایتيد، ریال مادريد او یووینتس تورين، دغه پخوانی لوبغاړی په قطر کې د فوټبال نړیوال جام له پای ته رسېدو څو اونۍ وروسته په النصر کلب کې د لوبېدو له پاره سعودي عربستان ته ورسېد.
رونالډو چې د اروپا د فوټبال جام ګټونکی، پنځه ځلې یې د سرو زرو توپ جایزه ګټلې او پنځه ځلې یې د اروپا د اتلانو لیګ ګټلی او په دې ټورنمینټ کې د ګول وهلو ریکارډ هم لري. ټاکل شوې ده چې رونالډو د جنورۍ مياشتي پر ۲۲مه د النصر لوبډلې له پاره خپله لومړۍ لوبه وکړي.
اړوند مطلب: قطر: د نړيوال جام امنیت ته له ۵۰ زرو ډير کسان روزل شوي
سرچینې وایي چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د شاهي کورنۍ لوړپوړو چارواکو چې د النصر کلب ملاتړ کوي، له رونالډو سره د دغه تړون ملاتړ کړی دی.
nz/fz/dw