ناټو: د ماموریت راتلونکی مو د سولې مذاکراتو پورې تړلی دی
۱۳۹۷ اسفند ۲۳, پنجشنبهپه روانه اوونۍ کې په قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د خبرو اترو تر ټولو اوږو دور پای ته ورسید. دواړو اړخونو په مذاکراتو کې د پرمختګ ادعا کړې ده.
د خبرو تر پای ته رسیدو وروسته د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد، پر خپله تویتر پاڼه ولیکل چې له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له دې هیواد څخه د ترهګرو د نه استفادې په برخه کې «په مسوده کې» موافقې ته رسیدلی دی.
په همدې تړاو د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې «په راتلونکې کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو کچه د خبرو اترو پایلې پورې ډیره تړلې ده.»
د فرانسې خبري آژانس لیکل دي چې ستولتنبرګ روښانه کړې ده چې لا تر اوسه پورې ډیر وختي دی چې د دغو خبرو د پایلو په اړه څه وویل شي. که امریکا متحده ایالات په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي د ناټو کم ځواکونه به وشي کولای چې د افغان ځواکونو د روزنې چارې پر مخ یوسي.
زموږ له آرشيف څخه: