ريال مادرید د څوارلسم ځل له پاره د اروپا د فوټبال اتل شو
د ریال مادريد ټيم د لیوروپول ټيم ته په ماتې ورکولو سره وتوانيد چې د څوارلسم ځل له پاره د اروپا د فوټبال اتلولۍ وګټي. دغه لوبه چې د شنبې په ماښام د پاريس په ستډيوم کې وه له پيليدو د مخه د نندارچیانو له بې نظمۍ سره مله وه.
د اروپا فوټبال د اتلولۍ لیګ پایلوبه د شنبې په ماښام (د می ۲۸مه) د سپينو جامو درلودونکي ریال مادرید او سرو جامو درلودونکي ټيم ليورپول تر منځ ته سره شوه. ريال مادرید پایلوبې ته د رسېدلو له پار منچیستر سيټي او ليورپول بیا ويا ريال ته ماتې ورکړې وه.
د ریال مادرید او لیورپول ترمنځ پایلوبه د پاریس په لوبغالي کې د ۷۵ زره نندارچیان په حضور کې ترسره شوه. د لوبې تر پيلیدو د مخه د لوبغالي د دخولي دروازې مخې ته د نندارچيانو رش او ګډودي جوړه شوه چې حتی پولیس ېې اړ کړل پر هغوی اوښکې بهونکي ګاز وکاروي.
دننه په لوبغالي او حتی د لوبې پر مهال هم پولیسو حضور درولود.
په پايلوبه کې د نړۍ له تر ټولو تکړو رزونکو څخه دوو روزونکو، ډوئل يورګن کلوپ (ښي لور) او کارلو آنچلوتي هم حضور درلود.
د ليورپول لوبغاړو دغه لوبه په ډير تحرک سره پيل کړه په ځانګړې توګه په لومړۍ نیمه کې ېې پر لوبې ډير تسلط درلود، خو هڅو ېې کوم ځای ونه نيوه. په انځور کې ګول وهونکي، محمد صلاح لیدل کيږي چې د ريال مادرید پر ګول یوه ناکامه حمله کوي.
په لومړۍ نيمه کې د ریال مادرید تکړه ګول وهونکي، کریم بنزما، یو ګول وواهه خو داور د آفساید په خاطر ونه مانه. په دې حساب لومړۍ نیمايي مساوي پای ته ورسیده.
په دوهمه نیمه کې بیا ریال مادرید تيزه لوبه شروع کړه او وتوانید چې د لوبې په ۵۹مه دقیقه کې لومړی ګول ووهي. دغه ګل برازيلي لوبغاړي، ۲۱ کلن وینسون جونيور (کيڼ لور) وواهه.
د ليورپول خلاف تر ګول وهلو وروسته وينسیون جونیور د خوشالۍ پر مهال.
د لیورپول لوبغاړو هڅې زیاتې کړي تر څو خوړلی ګل جبران کړي، خو د ریال مادرید تکړه ګول کيپر د هغوی د هڅو مخه نيولې وه. دغه بلجيمي ګول کيپر وتوانید چې لوبه تر پایه یو صفر وساتي.
دا څوارلسم ځل دی چې د ریال مادريد نامتو ټیم د اروپا د فوټبال اتلولي ترلاسه کوي.
(له ښې لور څخه) لوکا مودریچ، کازمیرو او توني کروس د ریال مادرید هغه درې تکړه لوبغاړي دي چې دغه ټيم ېې په موجودیت کې پنځه ځله د اتلولۍ مقام ته رسیدلی. دغه درې لوبغاړي توانیدلي په دې کار سره د پام وړ ريکارډ ترلاسه کړي.
د ریال مادرید سرروزونکی، کارلو آنچلوتي وتوانید له دغې بریا سره په خپلو کارنامو کې یو بل وياړ ثبت کړي. آنچلوتي په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کې له آث ميلان او په ۲۰۱۴ کې له ريال مادرید سره هم د اتلولۍ خوند څښکلۍ وو.