«روسیې په اوکراين کې ډير زيان ليدلی»
۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبهد بريتانيا د کورنيو چارو وزارت چې هره ورځ د اوکراين د جګړې تازه پېښې نشروي، د دوشنبې په ورځ یې رپوټ ورکړی دی: «د روسیې الوتکو ته اوښتی زيان تر هغه په کراتو ډېر دی چې دغه هېواد یې د نويو هوايي وساېطو د جوړولو له پاره لري.»
په دې رپوټ کې زياته شوې چې د ماهرو پېلوټانو د روزنې له پاره اوږدې مودې ته اړتيا هغه څه دي چې د هوايي ځواک د ظرفيتونو د بيارغولو وړتيا یې راکموي.
د اوکرايني چارواکو د معلوماتو په حواله روسیې پر اوکراين د يرغل له پېل راهيسې ۲۷۸ الوتکې له لاسه ورکړي دي چې د بريتانيا د معلوماتو په حواله دا په افغانستان کې د روسیې له زيانونو څخه دوه چنده ډېر زيان دی.
د بريتانیې د دفاع وزارت په خپل تازه رپوټ کې ويلي دي: «موږ نه شو کولای دا شمیرې تائيد کړو خو د روسیې د هوايي حريم په برخه کې روانې نيمګړتياو ښايي د ضعيفې روزنې او د هوايي دفاع په برخه کې د تجربه لرونکو کارکوونکو له لاسه ورکړې له کبله ښايي نورې هم زياتې شي.»