راپور: په آلمان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه کم شوي دي
۱۴۰۳ تیر ۱۶, شنبهآلمانۍ ورځپاڼې «ویلټ ام زونټاګ» د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې له خوا د خپرو شویو شمیرو په حواله خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په اروپا، ناروې او سویس کې ۴۹۹ زرو ۴۷۰ سوه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.دغه شمیرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي.
په ورته وخت کې بیا په آلمان کې د پناه غوښتنې په شمیر کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په آلمان کې ۱۱۵ زرو ۶۸۲ سوه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.دغو شمیرو پر ینسټ آلمان اوس هم د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې د پناه غوښتنې ډیر غوښتنلیکونه ثبت کړي.
په آلمان کې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي ۲۹ سلنه د سوریې وګړي او او ۱۸ سلنه یې افغانان دي.دریمه ډله ډیر کډوال بیا ترکان دي چې ۱۰ سلنه جوړوي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د سوریې او افغانستان پناه غوښتونکي اکثره په آلمان کې د پناه غوښتنه کوي.په دغو شمیر کې د سوریې د ګړو شمیر نیمایي ته رسیږي خو د افغانانو شمیر بیا ۴۸ سلنه دی.