«د یونان په اوبو کې د مهاجرو بېرته ستنونې شوک کړي یو»
۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبهد کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د یونان پر ساحلي ساتونکو تور لګولی دی چې د مدیترانې په اوبو کې یي پناه غوښتونکي په شا تمبولي او پر خپل حال یعنې بی سرنوشته یي پریښي دي.
د نوموړي سازمان په خبره څو معتبره رپوټونه موجود دي چې په اساس یي «پناه غوښتونکي په وړو ربړي، غیر مجهزو کښتیو کې چې له اوبو ډکې شوې وې د یوې اوږدې مودې له پاره د مدیترانې په اوبو کې په شا تمبول شوي او یوازې پريښودل شوي دي.» د یونان حکومت مخکې تر دې د چهارشنبې په ورځ دغه ادعاوې رد کړې وې.
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ تر ټولو په لومړي قدم کې د هغو رپوټونو په اړه اندیښنه ښودلې ده چې هغو پناه غوښتونکو ته چې ځانونه یي په وړو کښتیو کې د یونان ساحلونو ته رسولي وو، ګواکې بیرته د مدیترانې اوبو ته ستانه کړل یا ځغلول شوي دي.
همدارنګه د یو شمیر پناه غوښتونکو په وینا دوی د یونان خاورې یا د دې هیواد اوبو ته تر رسیدو یوازې لږ وروسته بیرته ترکیې ته ستانه کړای شوي دي. کمیسارۍ په دې برخه کې د بیړنیو تحقیقاتو غوښتنه کړې او له یونان څخه يي غوښتي دي چې له دا ډول چلند څخه دې لاس واخلي. د نوموړي سازمان په خبره په سمندر کې د پناه غوښتونکو بیرته ستنول، د اروپا د بشري حقونو له کنوانسیون څخه سرغړونه ده.
تیره اونۍ امریکایي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» رپوټ ورکړی وو چې د یونان ساحلي ساتونکي د روان کال له مارچ میاشتې راهيسې د مدیترانې په اوبو کې د شاوخوا ۱۰۰۰ تنه پناه غوښتونکو د کوچنیو کښتیو مخه نیولې او د دوی د ژغورنې مسئولیت یي د ترکیې ساحلي ساتونکو ته راجع کړی دی.
نوموړي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې دا خبره له پناه غوښتونکو سره د مرکو، لږ تر لږه د پنځو داسې پيښو، د مستقلو کتونکو د څرګندونو، څیړونکو او د ترکیي له ساحلي ګارد یا ساتونکو سره د مرکو په استناد کړې ده.
د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس، دغه تورونه رد کړي دي. نومړي امریکایي رسنۍ CNN ته ویلي چې هیواد یي یو قانومند حکومت لري. د هغه په خبره د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ترکیې د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې راغلې ده.