د پاکستان پوځ د شپږو وسلوالو د وژلو ادعا کړې
۱۴۰۲ تیر ۱۰, شنبهد پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي چې دغه دوه عملیات د جمعې په ورځ وختي د افغانستان پولې ته نژدې په دوو سیمو، ټانک او شمالي وزیرستان کې د وسلوالو د پټېدو او نفوذ په هکله د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي دي.
پوځ د جمعې په ورځ ناوخته وويل چې امنيتي ځواکونو د وسلوالو له پټنځایونو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او په سيمه کې ېې چاڼيز عملیات په لاره اچولي دي.
ورته نور ولولئ: د پاکستان پوځ: په باجوړ کې د داعش يو قوماندان وژل شوی
پوځ د شپږو وژل شوو کسانو د هویت په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو تر ډېره د پاکستان حکومت پر ضد جنګیدونکي وسلوال، د تحریک طالبان پاکستان ډلې چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، غړي دي.
تحريک طالبان پاکستان (TTP) له افغان طالبانو څخه یوه جلا ډله ده، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې د افغان طالبانو تر واکمنېدو وروسته ېې پاکستان کې خپلې حملې ډېرې کړي چې اکثرا پکې د پاکستان امنيتي ځواکونه په نخښه کیږي.
ورته نور ولولئ: پاکستان کې درې سرتېري او درې بريدګر وژل شوي دي
د پاکستان پوځ په وروستیو کلونو کې افغانستان ته په نژدې علاقو کې د اورپکو پر ضد پراخ پوځي عملیات ترسره کړي، خو له دې سره سره وسلوال خپل بریدونه کوي او تاوتريخوالی ادامه لري.
(AP)mks/mns
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: