د پاکستان محکمې هندي تلویزیوني پروګرامه منع کړل
۱۳۹۷ آبان ۶, یکشنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۸نیټه) د پاکستان قاضي القضات میا ثاقب نثار، په یوې پریکړه کې په پاکستاني تلویزیونو او راډیو ګانو کې د هندي پروګرامونو پر خپریدو بندیز ولګوه.
ثاقب نثار له خپل دغه اقدام سره په ۲۰۱۶م کال کې د یوې ټیټې درجې محکمې هغه حکم لغو کړ چې له مخې یې په دې هیواد کې د هندي تولویزیوني او راډیويي پروګرامونو په خپرولو باندې وضع شوی بندیز لیرې شوی وو.
په عین وخت کې د پاکستان د بریښنايي رسنیو مسئولې ادارې، ویلي چې د محکمې پریکړه په عاجله توګه تر اورول کیدو وروسته د عملي کیدو وړ ده. په دې ترتیب سره په پاکستاني تلویزیوني چینلونو او «اف ایم» راډیوګانو کې د هندي تلویزیوني مواد او رادیويي پروګرامونو پر خپریدو باندې بندیز وضع شو.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پیل کې د پاکستان ګاونډي هندوستان بیا د دې هیواد په سینماګانو کې د پاکستاني هنرمندانو پر کار کولو بندیز وضع کړ. سربیره پر دې د هندوستان ځینو تلویزیوني چینلونو د پاکستاني تلویزیوني پروګرامونو خپرول هم بند کړي وو. په دې ترڅ کې په هندوستان کې د تلویزیوني خپرونو تولیدوونکو د پاکستاني تلویزیوني پروګرامونو د بشپړ بندیز غوښتنه کړې. هندو سخت دریځو خو بیا پر داسې سینما ګانو باندې د برید کولو ګواښ هم کړی چې پاکستان فلمونه یا ډرامې خپرې کړي.
د اتومي وسلو لرونکي هندوستان او پاکستان په ۱۹۴۷م کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته، تر اوسه پورې درې ځله په خپلو کې جنګیدلي دي او په دې وروستیو کې یې سیاسي او دیپلوماتیکي اړیکې ډیرې ترینګلې شوي دي.