سفرنړیوال
د ټایټانیک د يو مسافر ساعت په ۱،۴۶ میلیونه ډالره لیلام شو
۱۴۰۳ اردیبهشت ۹, یکشنبهاعلان
د دې ساعت خرڅونکي لیلام خونې «هنري آلدرچ اینډ سن» وړاندوېنه کړې وه چې دغه ساعت به د (۱۰۰۰۰۰ او ۱۵۰ زره یورو) ترمنځ قیمت وپلورل شي.
د جان جیکب ایسټور څلورم د سروزو ۱۴ قراطه والتم جیبي ساعت د لیلامۍ داوبالایي له ۶۰ زره یورو څخه پيل شوې وه. دغه ساعت یوه امریکایي شخص پيرلی دی.
پر دې ساعت د جان جیکب ایسټور د نوم مخفف JJA نقش یا ښکل شوی دی.
د ۱۹۱۲م کال په اپریل کې د ټایټانیک له ډوبیدو څو ورځې وروسته کله چې د هغه مړی وموندل شو، نو دغه ساعت یې د جسد تر څنګ پروت وو.
جان جیکب ایسټور کوښښ وکړ او خپله ښځه یې چې اومیدواره وه د ژغورونې په وروستي کوچنۍ کښتۍ کې کښینوله چې له امله یې د هغې ژوند وژغول شو، خو دی پخپله بیا په اوبو کې ډوب او مړ شوی وو.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا