د يونان په يوه ټاپو کي د مهاجر کمپ پرضد مظاهرې
۱۳۹۸ دی ۲۴, سهشنبهپه غوسه سوو اوسيدونکو د دوشنبه په ماښام د چيوک د ټاپو په ښاروالۍ کي د کار او سيمه ايزو چارو د وزير محافظه کاره مرستيال، نوتيس ميتاراکيس ته ښکنځل کول.
د سيمه ايزو رسنيو د راپور له مخي ځينو مظاهره کوونکو چي خپل حواس يي له لاسه ورکړي ول په دې ډول شعارونه ورکول: »بالاخره دغه مهاجر له دې ځايه د هيواد دننه ته بوزي، اوس نو د اولس وار دی چي خپل ږغ پورته کړي.«
همدارنگه په نورو ټاپوگانو او يونان کي دننه هم مظاهرې سوي دي. د ليروس د ټاپو ښاروال، ميشايليس کولياس د سه شنبې په ورځ د «ريال» خبري آژانس ته ويلي دي چي مظاهره کوونکو د «موږ ۸۰۰۰ اوسيدونکي لرو او څه د پاسه ۲۶۰۰ مهاجر، دا کار نور د زغملو وړ نه دي» شعارونه ورکول.
هغه زیاته کړې: «مهاجر په ډير خراب حالت کي ژوند کوي، د ټاپو زيربنايي سيستم له گواښ سره مخامخ دی، د اوسيدونکو زغم نور پای ته رسيدلی دی.»
په آتن کي د حکومت د تازه رپوټونو له مخي، د دغه ټاپو په مهاجر کمپونو کي څه د پاسه ۴۲ زره انسانان ځای پر ځای سوي دي. د ۲۰۱۹م کال په اپريل مياشت کي لا يوازي ۱۴ زره مهاجرو هلته ژوند کاوه.
د آتن حکومت هڅه کوي چي په دغه حالت کي بدلون راولي. په تيرو مياشتو کي څه د پاسه ۱۰ زره پناه غوښتونکي د يونان دننه ته انتقال سوي دي. تقريباً هره ورځ نوي مهاجر له ترکيي څخه د يونان ټاپوگانو ته رسيږي.