د هند د سینما لومړنۍ مخکښه ستورې
د هند د فلمي نړۍ مشهوره ستورۍ، سري دیوي، د فرورۍ پر ۲۴مه نیټه مړه شوه. هغې په خپل ۵۴ کلن ژوند کې د فلمي نړۍ مینه والو ته ډیر څه پریښي دي. هغې پنځه وارې د «فلم فیر» په نوم جایزه ګټلې وه.
په څلور کلنۍ کې لومړی فلم
سري دیوي په اول وار په څلور کلنۍ کې (۱۹۶۹م کال) په یوه فلم کې کار وکړ. تر هغه وروسته سري دیوي په تامل، تیلګو، ملیایم او د کانړا ژبو په بیلابیلو فلمونو کې کار کاوه. په بالیووډ کې هغې په ۱۹۷۵م کال کې په «جولي» یا ځولۍ فلم کې په کار کولو سره قدم کښیود. هغه مهال سري دیوي ۱۳ کلنه وه.
په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې بریالي فلمونه
د هند په فلمي نړۍ کې سري دیوي ته په ۱۹۷۹م کال کې په یوه فلم کې مرکزي نقش ورکړل شو، خو په ۱۹۸۳م کال کې په «همت والا» فلم کې هغې شهرت وموند. تر هغه وروسته سري دیوي په موالي، تحفه، نیا قدم، ماستر جي، نذرانه، مسټر انډیا، وقت کې آواز او د چاندني په څیر کامیابو فلمونو کې د خپل هنر جوهر وښود.
د خپل وخت تر ټولو ګران بیه هنرمنده
په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې سري دیوي د هند د تر ټولو زیاتو عاید لرونکو هنرمندانو په لیست کې وه. یوازې دا نه، بلکې د خپل وخت پر مهال تر ټولو زیاته بریالۍ فلمي هنرمنده وه. پر نورو سربیره د «خدا ګواه» په نوم فلم کې د یوې افغانې میرمنې په توګه کار کړی وو چې د دغه فلم ځینې صحنې په افغانستان کې عکاسي شوي وې. له دې کبله هغه د افغانانو په منځ کې هم ډیر مینه وال درلودل.
د هند یوه بهترینه هنرمنده
د هند حکومت د فلمي نړۍ له پاره د خدمتونو له کبله هغې ته په ۲۰۱۳م کال کې د «پدم شري ایوارډ» ورکړ. دا د هند څلورم لوی ملکي مډال دی. پر دې سربیره د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې هغې ته د تامل نډو، آندهرا پرندیش او کیرالا ایالتونو هم بیلا بیلي جایزې ورکړي دي.
له فلمي نړۍ سره واټن او بیا راتګ
په ۱۹۹۷م کال کې په «جدایي فلم» کې تر کار کولو وروسته سري دیوي د یوې مودې له پاره له فلمي نړۍ سره واټن ونیو او بیا په ۲۰۱۲م کال کې په «انګلش ونګلش» نومې فلم کې راڅرګنده شوه. څو کلونه د فلمي نړۍ سره تر واټن نیولو وروسته هم د هغې هنر نه یوازې په هند، بلکې په نورو هیوادونو کې هم شهرت موندلی وو.