د نګورنو قره باغ پر سرجګړه؛ بیه یې ملکیان پرې کوي
له یوې میاشتې زیاته موده کیږي چې د آذربایجان او ارمنستان ځواکونه د نګورنو قره باغ پر سره جګړه کوي. تر اوسه درې اوربنده مات شوي دي. خو د دغه جګړې لویه بیه دواړو لورو ته ملکیان پرې کوي.
د هستوګنې سیمې پر کنډوالو اوښتي
ارمنستان او آذربایجان پر یو او بل تورې پورې کوي چې په هدفي توګه ملکیان بمبار کوي، لکه د نګورنو قره باغ په شوشا ښار کې. په دغه ښار کې د نوولسمې پیړۍ د مشهورې جامع کلیسا یوه برخه د اکتوبر میاشتې په اوایلو کې ویجاړه شوې ده. د نګورنو قره باغ د چارواکو د معلوماتو له مخې د آذربایجان ځواکونه له دغه ښار څخه یوازې څو کیلومتره وړاندې دي چې له ستراتیژیک لحاظه مهم ګڼل کیږي.
هر لوري ته ویجاړۍ
رقیبه ګلایفا، د خپل پخواني کور په ویجاړیو کې ولاړه ده. د هغې کور چې د آذربایجان په دوهم ستر ښار ګنجه کې موقعیت لري د یوه توغندي د لګیدو له کبله ویجاړ شوی دی. هغه وایي: «زه په پخلنځي کې ووم، چې ناڅاپي راباندې د ودانۍ لرګي او تیږې راولویدې. زما له وسه چې څومره کیده هغومره مې چیغې ووهلې.» ګنجه ښار د جګړې له کرښې څو کیلومتره وړاندې پروت دی. آذربایجان د ارمنستان ځواکونه د دغه برید له پاره مسوول بولي.
د کوچنیانو له پاره ویر
د آذربایجان د چارواکو په وینا، پر ګنجه ښار باندې د برید په پایله کې ډیر شمیر انسانان وژل شوي دي. د ګلایفا لمسی هم وژل شوی دی چې ۱۳ کلن وو. د هغه په یاد په ځانګړو مراسمو کې ښوونکي او ټولګيوال یې برخه اخلي. د رسمي ارقامو له مخې دواړو لورو ته د وژل شوو ملکیانو شمیر لږ تر لږ ۱۳۰ تنه ښوول شوی دی.
د جګړو په کرښو کې داوطلبان
د نګورنو قره باغ د چارواکو د معلوماتو له مخې د سپتمبر په پای کې د جګړې له پیلیدو راهیسې تر اوسه شا او خوا ۱۲۰۰ عسکر وژل شوي دي. آذربایجان بیا خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دواړو لورو ته په ټوله کې د ۵۰۰۰ کسانو د وژل کیدو خبره کړې وه. خو پر دې سربیره هم ځوانان په داوطلب توګه د جګړې کرښو ته ځي.
د څو لسیزو زوړ کړکیچ
د نګورنو قره باغ کړکیچ څو لسیزي پخوانی دی. دغه سیمه د ارمنستان د بیلتون غوښتونکو له لوري کنترولیږي خو د نړیوالو قوانینو له مخې د آذربایجان سره تړاو لري. کابو ۳۰ کاله مخکې د جګړې په ترڅ کې د دغه سیمې کنترول د آذربایجان له لاسه ووت. له ۱۹۹۴م کال راهیسې یو نازک اوربند برقرار دی. په باردا، کې په یوه ښوونځي کې دغه رسامي د یوه وژل شوي عسکر ده.
بهرنۍ مداخلې؟
په مطلق العنانه توګه اداره کیدونکي آذربایجان کې پروپاګند او د جګړې په هکله خبرې ورځنۍ چاره ده. د باکو حکومت د وسلې او د پیوستون په شکل کې ملاتړ له ترکیې څخه ترلاسه کوي. روسیه بیا د ارمنستان د حکومت د ساتونکي ځواک په توګه انګیرل کیږي. څارونکي خبرداری ورکوي چې دواړه سیمه ایز قدرتونه په فعاله ډول کې په دغه شخړه کې ښکیل کیدی شي.
په خوندي ځایونو کې پناه
د نګورنو قره باغ ځایي چارواکي اټکل کوی چې د دغه سیمې کابو نیمایي اوسیدونکي يې یعني ۷۵۰۰۰ تنه له جګړې څخه تښتیدلي دي. باقي نورو بیا د کورونو په تهکاوۍ او نورو خوندو ځایونو کې پناه اخیستې ده.
د جګړې په ساحه کې د کرونا ویروس
د نګورنو قره باغ په مرکز استپاناکرت، په تهکاویو او ځمکې لاندې خوندي ځایونو کې ژوند کول د ډیری خلکو ورځنۍ چاره ګرځیدلې ده. ځایونه ډیر تنګ دي چې په سم ډول ورته تازه هوا هم نه رسیږي. که څه هم په دغو ځایونو کې خلک له بمونو یو څه خوندي دي خو ډاکټران په چټکۍ سره د کرونا ویروس له خپریدو څخه خبرداری ورکوي. په دې اړه دقیق ارقام نه شته خو ویل شوي چې زیاتره خلک چې په استپاناکرت کې ژوند کوي په کرونا اخته شوي.
د ښوونځي پر ځای بیړنۍ سرپناه
په آذربایجان کې هم خلک له جګړو تښتیدلي دي، لکه د تیرتر په څیر له سیمې څخه چې د جګړې کرښې ته څیرمه پرته ده. ځینې کسان د باردا ګاونډۍ سیمې ته تللي چې له نګورنو قره باغ څخه ۲۰ کیلومتره وړاندې موقعیت لري. د سپتمبر له وروستیو راهیسې په دغه ځای کې ډیری ښوونځي د بیړنۍ سرپناه په توګه کارول کیږي. خو دا ځای هم ډاډمن نه دی.
د جګړې د کرښې رانزدې کیدل
جګړه همداسې ادامه لري. د آذربایجان حکومت له نګورنو قره باغ څخه په بشپړ ډول د ارمنستان د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي. د ارمنستان د حکومت مشر نیکول پاشینیان اوس په رسمي ډول له خپل متحد روسیې څخه د مرستې غوښتنه کړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي که چیري جګړه د ارمنستان خاورې ته وغځیږي نو «ټولې اړینې مرستې» به وړاندې کړي.
سوله نه تر سترګو کیږي
جګړه همداسې ادامه لري. د آذربایجان حکومت له نګورنو قره باغ څخه په بشپړ ډول د ارمنستان د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي. د ارمنستان د حکومت مشر نیکول پاشینیان اوس په رسمي ډول له خپل متحد روسیې څخه د مرستې غوښتنه کړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي که چیري جګړه د ارمنستان خاورې ته وغځیږي نو «ټولې اړینې مرستې» به وړاندې کړي.