"د طالبانو د مشرانو سره د سولي خبري رواني دي"
۱۳۹۰ فروردین ۱۷, چهارشنبهسيد محمود ستانکزي د سولي د عالي شورا سيکرتر وويل «موږ په روان وخت کي د هغوی سره په اړيکو کښي يو». هغه زياته کړه « تراوسه پوري په دې برخه کي کافي کوښښونه سوي دي. موږ د خپله اړخه څو تنه نمايندګان هغوی ته استولي او هغوی خپل نمايندګان موږ ته.»
د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا د سولي عالي شورا تير کال جوړه سوه، او هيله يې څرګنده کړې ول ترڅو طالبان د جنګ څخه لاس پر سر سي، او د سولي د بهير سره يو ځای سي.
خو دغه غوښتني هر وخت د طالبانو لخوا رد سوي دي، او هر وخت يې ويلي چي، تر څو پوري په افغانستان کي بهرني ځواکونه شتون ولري خبرو اترو ته غاړه نه ږدي.
ستانکزي زياته کړه « امنيتي او سياسي موضوعاتو ته په کتو سره مخالفين په څرګند ډول ددي اعلان نه سي کولا چي، موږ روغي جوړي ته تيار يو.»
دغه خبري هغه په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفير ايکن بيري سره يو ځای په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وکړې.
په دغه خبري غونډه کي ايکن بيري د سولي د عالي شورا سره د ۵۰ ميلونو ډالرو د مرستي اعلان هم وکړی.
امريکايي ديپلومات وويل «موږ۱۰۰ ٪ د بيا يوځاي کيدني او د پخلايني تر شا ولاړ يو»
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل